لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپوځ لخوا بنو څخه دټي ټي پي دجنگيالي دنيولو دعوه


 دپوځ وينا ده چې نيول شوى تندلارى رسول خان خيبرپښتونخوا اؤ دوفاق تر انتظام لاندې قبائيلي سيمو کې ترهه گريزو هلو ځلو کې ککړ دى.
دپوځ وينا ده چې نيول شوى تندلارى رسول خان خيبرپښتونخوا اؤ دوفاق تر انتظام لاندې قبائيلي سيمو کې ترهه گريزو هلو ځلو کې ککړ دى.

دپاکستاني پوځ مطبوعاتي څانگه( ائي ايس پي ار) وائي چې دجمعې په سحر امنيتي ځواکونو داستخباراتي معلوماتو په اساس دبنودسرائى نورنگ سيمې څخه دتندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان( ټي ټي پي) يو جنگيالى نيولى دى.

دپوځ وينا ده چې نيول شوى تندلارى رسول خان خيبرپښتونخوا اؤ دوفاق تر انتظام لاندې قبائيلي سيمو کې ترهه گريزو هلو ځلو کې ککړ دى.

دپوځ وينا ده چې امنيتي ځواکونو ددغه ترهه گر څخه درې جعلي پاسپورټونه،١٠٠ کمپيوټرائزډ قومي شناختي کارډونه اؤ وسله هم لاسته راوړې ده اؤ دهغه څخه تپوس پوښتنې روانې دي.

تيرکال په ١٦م دسمبر پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي سکول دپاکستان پوځ قبائيلي سيمو شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې خپلو روانو عملياتو کې چټکتيا راوستې اؤ په دغو عملياتو کې يې د٢٠٠٠ؤ څخه دزياتو جنگيالو دوژلو دعوه کړې خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله په ازادانه توگه قبائيلي سيمو کې روانو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې په اړه پخلى نۀ شي کيدى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG