لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ايران ايټمي مذاکرات ، د اوباما او نېتن ياهو اختلافي بيانونه


صدر اوباما وايي "که چرته معاهده نه کيږي نو مونږ به ترې جدا شو" .

د امريکې صدر باراک اوباما وئيلي چې امريکايي او ايراني مذاکرات کارو تهران کې د ايټمي پروگرام په سر خبرو کې فرق ډېر کم کړی دی ، خو نوموړي وئيلي که چرته قابل قبول معاهدې ته رسائي ونه شوه نو هغه تيار دی چې مذاکرات ختم کړي .

صدراوباما "سي بي اېس" ټي وي سره يوه ريکارډ مرکه کې چې د اتوار په ورځ خپره شوې ده ، هغه وئيلي دي که هر قسمه معاهده کيږي ولې په هغې کې به ضروري وي چې غربي معائنه کوؤنکو ته د دې خبرې اجازت ورکړی شي چې تهران د ايټمي وسلو په تيارولو کار نه کوي .

د دغې معاهدې دپاره د مارچ د اخرې پورې نېټه ټاکل شوې ده او صدر اوباما وايي "که چرته معاهده نه کيږي نو مونږ به ترې جدا شو" .

وروستو د ټې وي په پروگرام ٫٫ فېس دې نېشن٬٬ کې د اسرائيل وزيراعظم بېنجمن نېتن ياهو وئيلي ، چې د هغه او اوباما د ايران د ايټمي وسلو د مخنيوي په اړه مقصد شريک دی ، خو نوموړي وئيلي ، "مونږ د دغې مخالفت کوؤ چې دا کار څنگه کيږي".

ايران په دې خبره زور راوړي او کلک ولاړ دی چې ايټمي پروگرام يي پُرامنه او د سېول توانائۍ پورې محدود دی .

نېتن ياهو وئيلي چې هغه "د امرانه رياست سره په معائنه کولو اعتماد نه کوي" او زياته کړې يې ده چې هغه به د ايراني مذاکرات کارو او تهران د حکومت متعلق د واشنگټن په نسبت زيات محتاط وي .

نوموړی د يو داسې حکومت سره په خبرو اترو نيوکې کوي چې د حماس د تندلارو اتحادي وي ، او د اسرائيل د وجود د حق تسليمولو نه انکاري وي .

د روانې مياشتې په ورستيو کې اسرائيل کې انتخابات کېدونکي دي ، او له دې وړاندې نېتن ياهو د واشنگټن يوه لانجمنه دوره کړې او هلته يې امريکايي کانگرس ته په وينا کې ايران سره ممکنه ايټمي معاهدي ته "خرابه معاهده" وئيلي دي .

د نوموړي په دغې وينا اوباما تنقيد کړی او وئيلي يي ؤ چې هغه په دغې وينا کې ايران سره د ايټمي معاهدې کولو کومه بله لار هم نه ده وړاندې کړې .

د سپينې ماڼۍ چارواکو هم وئيلي ؤ چې د ايوان سپيکر جان بوهنر نېتن ياهو ته د کانگرس غونډې ته د وينا په بلنه کې د سرکاري پروټوکول سرغړونه کړې ده ځکه چې ريپبلکن مشر لمړی د سپينې ماڼۍ سره صلاح نه وه کړې .

XS
SM
MD
LG