لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماسکو: يو چېچن د نمستوو د وژنې اعتراف کړی


جج وئيلي چې دوهم مشکوک (انزور گوباشيو) چې فرد جرم پرې لگول شوی هغه په جرم کې د ککړتيا نه انکار کړی دی .
جج وئيلي چې دوهم مشکوک (انزور گوباشيو) چې فرد جرم پرې لگول شوی هغه په جرم کې د ککړتيا نه انکار کړی دی .

د روس يو جج د اتوار په ورځ وئيلي چې يو پخواني چيچن پوليس مشر د روسي اپوزيشن مشر بوريس نمستوو په وژنه کې د ککړتيا اعتراف کړی ، او چارواکي د نورو څلورو مشکوکو کسانو نه پلټني کوي .

پينځه واړه نيول شوي مشکوک کسان د ماسکو په عدالت کې وړاندې کړی شوي او چارواکو ترې په ۲۷م فرورۍ د روسي صدر ولادي ميرپيوټن سخت نقاد نمستوو د وژنې په لړ کې پوښتنې کړي دي .

نمستوو په داسې مهال د شا اړخ نه څلور ډزه ويشتل شوی ؤ چې کله هغه د خپلې يوې دوستې سره د کريملن سره نزدې په پل تېرېدو .

جج نتالياموشنيکووا وئيلي چې د وژنې په کېس کې پخواني نائب چيچن پوليس مشر زار داديف باندې فرد جرم لگول شوی او هغه په اعتراف جرم باندې دستخط کړی ولې په دغې اړه نور تفصيل مخې ته نه دی راغلی .

او جج وئيلي چې دوهم مشکوک (انزور گوباشيو) چې فرد جرم پرې لگول شوی هغه په جرم کې د ککړتيا نه انکار کړی دی .

په ټي ويي فوټيج کې گوباشيو ښکاره کړی شوی چې هغه په ماسکو کې يوه شخصي سيکيورټي کمپنۍ کې کار کوي ، او په جېل کې د ناستې په مهال هغه خپل مخ په کاغذ پټ کړی دی .

د چارواکو په وينا د داديف او گوباشيو سره د درې نورو مشکوکو کسانو پېژندگلو هم شوې چې يو پکې د گوباشيو کشر ورور شاگد، بل رامست بخائيوف او تيمرلان ايسکرخانوف دی .

چارواکو وئيلي شپږو مشکوکو کسانو په چيچن پلازمينه گروزني کې هغه مهال ځان په گرنېډ الوزولی چې کله پوليس هغويي نيول .

د جج لخوا د داديف په اړه د وژنې په پېښه کې د ککړتيا د خبر نه وړاندې د هغه (داديف) مور ائماني داديف انټرفېکس خبري ادارې ته وئيلي چې هغه يقين نه شي کولی چې زويې به يې دغه جرم کړی وی ، هغې وئيلي زويې يې د چيچن قانون نافذؤنکو ادارو دپاره د تېرې يوې لسيزې راهسې کار کوي .

د نمستوو په وژنه کې د پينځه مشکوکو کسانو د نيولو باوجود د هغه د وژنې د علت په اړه کوم مالومات مخې ته نه دي راغلي ، ولې د نمستوو ملگري وايي چې د روسي حکومت لوړ پوړو چارواکو د هغه د وژنې حکم کړی ؤ چې د هغه تنقيد غلی کړی .

ولي پيوټن دغه وژنې ته اشتغال يا اړی گړی جوړول وئيلي او زياته کړې يې ده چې حکومت به يي د پېښې زمه وارو ته د صحيح سزا ورکولو دپاره هر گام پورته کوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG