لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ورلډکپ: بنگله دېش ـ انگلېنډ ته ماتې ورکړه


د بنگله دېش او انگلېنډ دواړو دپاره دغه مېچ ډېر مهم ؤ ، بنگله دېش په مېچ گټلو کوارټر فائنل ته ورسېد او انگلېنډ په مېچ بائيللو د ټورنامنټ نه بهر شو .

د کرکټ ورلډکپ په مقابلو کې بنگله دېش په ۱۵ رنزونو انگلېنډ ته ماتې ورکړه ، په دغې مېچ گټلو بنگله دېش کوارټرفائنل ته ورسېد او انگلېنډ د ټورنامنټ نه بهر شو .

د دغې مېچ ټاس انگلېنډ گټلی او بنگله دېش ته يې بيټنگ ورکړی ؤ . بنگله دېش په لمړي بيټنگ کې په ټاکل شوؤ ۵۰ اوورو کې په اووه لوبغاړو ۲۷۵ رنزونه کړي وو .

د بنگله دېش لخوا يواځې درې بېټسمېنانو زيات رنزونه جوړ کړل ، چې پکې د محمدمحمودالله ۱۰۳، مشفيق الرحيم ۸۹ او سومياسرکار ۴۰ رنزونه شامل دي .

د انگلېنډ جېمزانډرسن او جورډن دوه دوه او سټارټ او معين علي يو يو وکټ اخيستی دی .

د بنگله دېش د ۲۷۵ رنزونو په ځواب کې د انگلېنډ پوره ټيم په ۴۸.۳ اووره کې په ۲۶۰ رنزونو اؤټ شو ، د انگلېنډ لخوا جاس بټلر۶۵، ائن بيل ۶۳ او کرس ووېکس ۴۲ رنزونه جوړ کړل ، پاتې نورو لوبغاړو کې درې په 0 اؤټ شو.

د بنگله دېش روبېل حسېن ۴ ، او مشرفي مرتضي او تسکين احمد دوه دوه کهلاړيانو اؤټ کړل .

د بنگله دېش او انگلېنډ دواړو دپاره دغه مېچ ډېر مهم ؤ ، بنگله دېش په مېچ گټلو کوارټر فائنل ته ورسېد او انگلېنډ په مېچ بائيللو د ټورنامنټ نه بهر شو .

XS
SM
MD
LG