لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اپوزيشن اتحاد رضارباني دسينيټ چئيرمين لپاره ونومولو


 دگل په شپه اسلام اباد کې دغونډې څخه وروستو گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دحزب اختلاف دگوندونو مشرانو وويل چې دسينيټ دمرستيال چئيرمين دنومولو پريکړه به صوبو سره تعلق لرونکي سينيټران پخپله کوي.
دگل په شپه اسلام اباد کې دغونډې څخه وروستو گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دحزب اختلاف دگوندونو مشرانو وويل چې دسينيټ دمرستيال چئيرمين دنومولو پريکړه به صوبو سره تعلق لرونکي سينيټران پخپله کوي.

دپاکستاني پارليماني برني ايوان ، سينيټ کې دحزب اختلاف گوندونو دپاکستان پيپلز پارټۍ مشر سينيټر رضا رباني دچئيرمين دچوکۍ کانديد نومولى دى.

دگل په شپه اسلام اباد کې دغونډې څخه وروستو گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دحزب اختلاف دگوندونو مشرانو وويل چې دسينيټ دمرستيال چئيرمين دنومولو پريکړه به صوبو سره تعلق لرونکي سينيټران پخپله کوي.

په دغه موقع دپاکستان پيپلز پارټۍ سره تعلق لرونکي قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف مشر سيد خورشيد شاه، دعوامي نيشنل پارټۍ مشر اسفنديارولي خان، دمتحده قومي موومنټ مشر فاروق ستار اؤ دپاکستان مسلم ليگ(ق) مشر کامل علي اغا هم خبريالانو سره خبرې وکړې.

د سينيټر رضا رباني دچئيرمين دنومولو داعلان کولو په ترڅ کې داى اين پي مشر اسفنديارولي خان وويل دا پريکړه غونډه کې دگډ حزب اختلاف ټولو گوندونو په متفقه توگه کړې ده.

هغه وويل چې مخالفو گوندونو دجمعيت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان سره هم مشوره کړې اؤ هغه به دخپل گوند سره دمشورې څخه وروستو دنهې په ورځ دخپلې فيصلې اعلان کوي.

په دې موقع خبريالانو سره خبرو کې دايم کيو ايم مشر فاروق ستار برني ايوان کې دحزب اختلاف دگوندونو داتحاد هرکلى وکړو اؤ وې وئيل راتلونکي کې دقانون سازۍ په موقع هم دا اتحاد قائم پاتې کيدل پکار دي.

د(ق) ليگ مشر کامل علي اغا وويل چې غونډه کې ټولو گوندونو درضا رباني په نومولو اتفاق وکړو اؤ هيله ده چې مرستيال چئيرمين به هم درايې په اتفاق سره ونومولى شي.

مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دځان په نومولو سينيټر رضا رباني دحزب اختلاف دگوندونو مننه وکړه اؤ وې وئيل چې هغه به دټولو ائتلافيانو په هيلو دپوره ختلو هڅه کوي.

تيره اوونۍ د١٠٤ کسيز سينيټ په نيمو چوکو دترسره شوؤ انتخاباتو څخه وروستو پاکستان پيپلز پارټي سينيټ کې تر ټولو زيات ٢٧ چوکۍ لري اؤ واکمن گوند مسلم ليگ(ن) ايوان کې ٢٦ چوکۍ لري.

سينيټ کې دمتحده قومي موومنټ دچوکو شمير ٨، دعوامي نيشنل پارټۍ ٧ اؤ دمسلم ليگ(ق) څلور دى چې له دې وروستو دپي پي پي کانديد ته د٤٦ؤ غړو ملاتړ ترلاسه شوى دى.

دگل په شپه پريس کانفرنس ته دخطاب په وخت اسفنديارولي دعوه وکړه چې هغوي ته دقبائيلي سيمو څخه هم دمنتخبو دريوؤ سينيټرانو ملاتړ ترلاسه دى.

پلازمينه اسلام اباد کې دسينيټ دانتخاباتو دنتيجو مخې ته دراتللو څخه وروستو دتيرو دريوؤ ورځو راهسې دټولو سياسي گوندونو دمشرانو ترمينځ دليدنو، رابطو اؤ غونډو لړۍ روانه ده.

دواکمن گوند مسلم ليگ(ن) مشر اؤ وزيراعظم نواز شريف هم دسينيټ دچئيرمين اؤ مرستيال چئيرمين دټاکلو په اړه صلاح مشورې لپاره دټولو پارليماني گوندونو مشران دنهې په ورځ دغرمې ميلمستيا ته راغوښتي دي.

دسينيټ دشپږو چوکو په گټلو سره ايوان کې په لمړي ځل استازيتوب ترلاسه کوونکي دپاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان اعلان کړى چې هغه به دچئيرمين اؤ مرستيال چئيرمين لپارهد (ن) ليگ اؤ پيپلز پارټۍ دواړو کانديدانو ته ووټونه نۀ ورکوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG