لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان ته دکډوالو واپسۍ کې به دافغان حکومت ملاتړ کوؤ،گورنرمهتاب


مهال گورنر وويل چې پاکستان سيمه کې امن اؤ ثبات ته ليواله دى
مهال گورنر وويل چې پاکستان سيمه کې امن اؤ ثبات ته ليواله دى

دخيبرپښتونخوا گورنر سردار مهتاب احمد خان وئيلي دي چې پاکستان به دافغان کډوالو په درناوي سره وطن ته واپسۍ کې دافغان حکومت اؤ نړيوالو ادارو سره کوټلى ملاتړ کوي.

تيرکال په ١٦م دسمبر پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي يو سکول دطالبانو حمله کې د١٣٠ؤ څخه دزياتو ماشومانو په گډون د١٥٠ؤ کسانو دوژل کيدو څخه وروستو ټول پاکستان کې په عمومي اؤ خيبرپښتونخوا صوبه کې په ځانگړي ډول دقانون نافذونکو ادارو له لوري دقومي ايکشن پلان لاندې کارروايۍ روانې دي چې پکې دچارواکو ترمخه په زرگونو شکمن کسان نيول شوي اؤ نيول شوؤ کې په سلگونو افغان کډوال هم شامل دي.

دپيښور په گورنر هاؤس کې پاکستان کې دميشتوؤ افغان کډوالو په اړه دبين المللي کچې يوې غونډې ته دوينا په مهال گورنر وويل چې پاکستان سيمه کې امن اؤ ثبات ته ليواله دى خو دې لپاره افغانستان کې امن اؤ ددواړو هيوادونو ترمينځ دوستانه اړيکې ضروري دى.

غونډه کې ديو ٩ کسيزه هيئت مشري دافغان کډوالو دبحالۍ په اړه دافغانسان وزير سيد حسين علمي بلخي کړې ده اؤ په دغه موقع دخيبرپښتونخوا گورنر پرويز خټک، درياست اؤ سرحدي چارو وفاقي وزير ليفټننټ جنرل عبدالقادر بلوچ، چيف سکتر امجدعلي خان، دخيبرپښتونخوا دپوليسو مشر ناصر خان دراني، داخله سکتر ارباب محمد عارف اؤ نور لوړپوړي چارواکي هم موجود وؤ.

گورنر دعوه وکړه چې پاکستان کې په قانوني توگه داوسيدونکو افغان کډوالو په ضد هيڅ رقم کارروائي نۀ ده روانه اؤ وې وئيل چې دموجوده امنيتي صورتحال په تناظر کې په غيرقانوني توگه داوسيدونکو غيرملکيانو په ضد کارروائي پيل کړل شوې ده.

افغان وزير حسين علمي تر څو لسيزو دلکونو افغان کډوالو په ميلمستيا دپاکستان دحکومت اؤ اولس مننه وکړه اؤ وې وئيل چې افغان حکومت دصدر اشرف غني په مشرۍ دافغان کډوالو وطن ته په درناوي سره دواپسۍ اؤ بحالۍ لپاره يو جامع پروگرام جوړ کړى اؤ هيله يې څرگنده کړه چې پاکستان به دې پروگرام کې دافغان حکومت کوټلى ملاتړ وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG