لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دسپريم کورټ له لوري سږکال دبلدياتي انتخاباتو ترسره کولو امر


داوريدنې په مهال دبينچ مشر جسټس جواد ايس خواجه وويل اليکشن کميشن يوه خپلواکه اداره ده نو ځکه ورته بلدياتي انتخابات ځنډول نۀ دي پکار.

دپاکستان سترې محکمې اليکشن کميشن ته دپاکستان پنجاب، سندهـ اؤ پلازمينه اسلام اباد کې سږکال دبلدياتي انتخاباتو ترسره کولو امر کړى دى.

دنهې په ورځ دسپريم کورټ يو درې کسيز بينچ دبلدياتي انتخاباتو په اړه دخواستونو داوريدنې وروستو دفيصلې اورولو په مهال اليکشن کميشن ته امر وکړو چې سندهـ اؤ پنجاب صوبو کې دې دمقامي حکومتونو انتخابات سږکال په ٢٠م ستمبر ترسره کړي، اسلام اباد کې په ٢٥مه جولا ئي ددغه انتخاباتو دترسره کولو وينا شوې ده.

تيره اوونۍ سپريم کورټ خيبرپښتونخوا صوبه کې دبلدياتي انتخاباتو په ٣٠مه مئ اؤپه ٤٣ کنټونمنټ بورډز کې دا انتخابات په ٢٥مه اپريل دترسره کولو شيډول منلى ؤ.

داوريدنې په مهال دبينچ مشر جسټس جواد ايس خواجه وويل اليکشن کميشن يوه خپلواکه اداره ده نو ځکه ورته بلدياتي انتخابات ځنډول نۀ دي پکار.

اليکشن کميشن تيره اوونۍ دترسره شوې اوريدنې په مهال سپريم کورټ خبر کړى ؤ چې که چرې دبيلټ پيپرو چاپ کولو لپاره پرنټنگ کارپوريشن ته دوه نوي مشينونه ورکړل شي نو هغوي پنجاب اؤ سندهـ کې ٢٠م ستمبر پورې بلدياتي انتخابات ترسره کولى شي.

داطلاعاتو ترمخه کنټونمنټ بورډز کې دتيرو ١٧ؤ کلونو اؤ دبلوچستان نه علاوه نورو صوبو کې نهو اؤ وفاقي دارالحکومت کې تيرو پينځوؤ کلونو کې بلدياتي انتخابات نۀ دي ترسره شوي.

څيړونکي وائي داولس دستونزو دهواري اؤ دهغوي دخيرښيگړې لپاره دمقامي حکومتونو موجودگي ضروري ده اؤ ددې غيرموجودگي دسياسي ارادې کمى اؤ دصوبائي حکومتونو غيرسنجيدگي په ډاگه کوي.

XS
SM
MD
LG