لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : رېنجرو د اېم کيواېم په مرکز نائن زيرو چهاپه وهلې


کرنل طاهر ووئيل د نائن زيرو نه ځينې داسې وسله هم ترلاسه کړی شوې ده چې د هغه په وينا "دا د نېټو کنټېنرو نه غلا شوې وسله ده " .
کرنل طاهر ووئيل د نائن زيرو نه ځينې داسې وسله هم ترلاسه کړی شوې ده چې د هغه په وينا "دا د نېټو کنټېنرو نه غلا شوې وسله ده " .

د پاکستان په ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې رېنجر ځواکونو د متحده قومي مومنټ(اېم کيواېم) ډلي په مرکز نائن زيرو چهاپه وهلي ، د رېنجر چارواکو په وينا د چهاپې په مهال د نائن زيرو نه په جرمونو کې ککړ کسان نيول شوي او هلته د نېټو کنټېنرو نه غلا شوې غېر قانونه وسله ترلاسه کړی شوې ده .

په دغه مهال ډزو کې يو کس وژل شوی د اېم کيواېم په وينا وژل شوی کس (وقاص شاه) يې کارکن دی او د رېنجرو په ډزو لگېدلی او وژل شوی دی .

د اېم کيواېم مرکز نائن زيرو د ښار په عزيز اباد سيمه کې جوړ دی ، او رېنجر ځواکونو نن د شورو په ورځ سحر په دغه مرکز چهاپه وهلې ده .

د رېنجر ځواکونو وياند کرنل طاهر په نائن زيرو د ترسره شوؤ عملياتو په اړه مطبوعاتو سره خبرو کې ووئيل ، دويې ته په دغې ځايې کې جرمونو کې د ککړو کسانو د موجودگۍ اطلاع وه او د هغويې په ضد چهاپه وهل شوې ده .

٫٫دلته هدفي وژونکي ، د عدالتونو نه د سزايې موت سزاوار او جرمونو کې ککړ نور کسان نيول شوي دي د هغويې نه پلټنې کولی شي او د عملياتو په مهال د دلتې نه داسې وسله ترلاسه کړی شوې ده چې پاکستان ته يې راوړل منع دي ٬٬ .

کرنل طاهر ووئيل د نائن زيرو نه ځينې داسې وسله هم ترلاسه کړی شوې ده چې د هغه په وينا ٫٫ دا د نېټو کنټېنرو نه غلا شوې وسله ده ٬٬ . هغه ووئيل د دلتې نه دغه وسله ترلاسه کېدل يو سوال دی چې دا په کومه لار راوړل شوې ده .

نوموړي زياته کړه په عملياتو کې مونږ د اېم کيواېم يو مشر عامرخان ځان سره راوستی دی ، ځکه چې د هغه سره دغه جرائم پېشه کسان موجود ؤ ، نو د هغويې په اړه به ترې مونږ مالومات کوؤ .

د رېنجرز وياند ووئيل د چهاپې په مهال په جرمونو کې ککړ او نور څو کسان د شک په بنياد نيول شوي دي ، په نيول شوؤ کې پينځه ، شپږو باندې د جرمونو پرچې کټ دي او ۱۲ نور په شک کې نيول شوي دي .

وروستو د رېنجرز لخوا په مطبوعاتو خپور شوي خبر کې د نائن زيرو په عملياتو کې د نيول شوؤ کسانو نومونه ښکاره کړی شوي دي ، چې پکې يو کس د خبريال ولي خان بابر په وژنه کې ککړ فېصل محمود عرف موټا هم شامل دی ، تېر کال عدالت فېصل موټا ته د ولي خان بابر د وژنې په کېس کې د مرگ سزا اورولې وه .
ولي خان بابر په کال ۲۰۱۱م د جنورۍ د مياشتې په ۱۱م نېټه د کراچۍ په لياقت اباد سيمه کې په ډزو وژل شوی ؤ .

د رېنجرز ترمخه په نورو نيول شوؤ کسانو کې فرحان شبير ، عامر ، نادر (چې د عدالت نه ورته ۱۳کاله سزا اورول شوې) او عبېد کی ټو شامل دي .

د اېم کيواېم پلويانو د رېنجرو د عملياتو په ضد مظاهره کړې ، او د اېم کيواېم مشرانو يې غندنه کړې ده .

د اېم کيواېم فېصل سبزواري وايي په نائن زيرو اېښودې شوې ټوله وسله لائسنس يافته ده ، او رېنجرو دغه وسله ميډيا ته ښکاره کړې ده .

مطبوعاتو سره خبرو کې نوموړي ووئيل رېنجرو د عملياتو وروستو د اېم کيواېم پلويانو ته ديکې ورکړي او ډزې يې کړي چې په نتيجه کې يې د اېم کيواېم يو کارکن وقاص شاه وژل شوی دی .

بل لور ته د رېنجر وياند وائي چې د عملياتو په مهال د کوم مذاحمت سره نه دي مخ شوي ، او د اېم کيواېم مرکزيې د نورو پلټنو دپاره پوليس ته حواله کړی او چې پلټنې پوره کړی شي دفتر به بيرته اېم کيواېم ته وسپارل شي .

نوموړي ووئيل رېنجر په کراچۍ کې بې طرفه او په غېرسياسي بنيادونو عمليات کوي ، جرائم پېشه که د لاقانونه گرځول شوؤ ډلو سره تړاؤ لري يا په سياسي ډلو کې وي ، رېنجرو ته دا حق حاصل دی چې په ضد يي گامونه پورته کړي .

بل لور ته اېم کيواېم ډلې د رېنجرو د چهاپي په ضد نن په کراچۍ کې د احتجاج اعلان کړی او په سوداگرو يې د کاروبارو بندولو او ټرانسپورټرانو يې د گاډو نه چلولو غږ کړی دی .

ولې د رېنجر وياند وايي کاروباريانو دې خلاص او په سړکونو دې گاډي چليږي ، او په يو څيز به هيڅ قسمه بندېز نه وي .

د اېم کيواېم د احتجاج د اعلان سره سم د ښار په مختلفو علاقو کې خلاص بازارونه بند شوي ، او په خلکو کې ويره ترخه خوره شوې ده .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG