لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکائي استازي افغانستان کې امن لپاره دپاکستان کردار ستائيلى


 دجنرل باجوه ترمخه ددغه ليدنې په مهال دخبرو اترو مرکز سيمه يز پرمختگونه اؤ په ځانگړې توگه افغانستان ؤ.
دجنرل باجوه ترمخه ددغه ليدنې په مهال دخبرو اترو مرکز سيمه يز پرمختگونه اؤ په ځانگړې توگه افغانستان ؤ.

پاکستان اؤ افغانستان لپاره دامريکائي صدر ځانگړي استازي ډينئل فيلډ مين افغانستان کې دامنيت دټينگښت لپاره دپاکستان دکردار ستائينه کړې ده.

ځانگړي استازي ډينئل فيلډ مين دنهې په ورځ دراولپينډۍ په جنرل هيډکوارټرز( جي ايچ کيو) کې دپاکستان دپوځ دسرلښکر جنرل راحيل شريف سره ليدنه کړې ده اؤ دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل عاصم باجوه پخپل يو پيغام کې وئيلي دي چې امريکائي استازي افغانستان کې دامن اؤ ثبات لپاره دپاکستان دمثبت کردار ستائينه کړې ده.

دجنرل باجوه ترمخه ددغه ليدنې په مهال دخبرو اترو مرکز سيمه يز پرمختگونه اؤ په ځانگړې توگه افغانستان ؤ.

دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼې ايکسپريس ټريبون دافغان طالبانو دمذاکراتو ميز ته دراوستو دهڅو څخه دخبر يوې سرچينې له خُلې وئيلي دي چې دفيلډ مين ددې دورې مقصد دامن تړون په امکاناتو خبرې اترې کول دي.

دغه سرچينې وائي کۀ هر څو به امريکا دراتلونکو خبرو اترو برخه نۀ وي خو امريکا دسياسي حل لپاره د تازه گامونو بشپړ ملاتړ کړى، دغه سرچينې دراتلونکو خبرو اترو دمقام په اړه تفصيلات نۀ دي ورکړي خو له دې وړاندې دميډيا راپورونو کې ددغو خبرو اترو لپاره داسلام اباد، بيجنگ، کابل اؤ دوبۍ نومونه اخستل شوي وؤ.

ورځپاڼه ديوې بلې سرچينې له خُلې ليکي چې راتلونکې څو ورځې زياتې مهمې دي، دا دجوړيدو يا ماتيدو پشان صورتحال دى

دپاکستاني وزيراعظم دخارجه چارو اؤ قومي سلامتۍ صلاح کار سرتاج عزيز پخلى کړى چې افغان حکومت اؤ طالبان خبرې کوي خو هغه دبهرنو چارو په اړه دسينيټ دقائمه کميټۍ په وړاندې واضحه کړې ده چې دافغان طالبانو اؤ امريکا ترمينځ څه قسمه خبرې نۀ کيږي.

دميډيا راپورونو ترمخه تيره مياشت کابل ته دسفر په مهال دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل راحيل افغان صدر اشرف غني ته وئيلي وؤ چې افغان طالبان افغان حکومت سره خبرو ته اماده دي، خو افغان طالبان افغان حکومت تر دې مهاله دخبرو اترو کولو څخه انکاري دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG