لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دميشتوؤ ټولو افغان کډوالو داندراج پريکړه


 دپاکستان اؤ افغانستان حکومتونو پريکړه کړې ده چې پاکستان کې به داوسيدونکو ټولو غيررجسټرډ افغان کډوالو رجسټريشن کولى شي.
دپاکستان اؤ افغانستان حکومتونو پريکړه کړې ده چې پاکستان کې به داوسيدونکو ټولو غيررجسټرډ افغان کډوالو رجسټريشن کولى شي.

پاکستان کې دميشتوؤ افغان کډوالو افغانستان ته دستنولو اؤ هغوي ته دپيښو ستونزو په اړه اسلام اباد کې دشورو په ورځ يو درې فريقې غونډه شوې چې پکې دافغان کډوالو دستنولو لړ کې دکلکو گامونو اخستو پريکړه شوې ده.

دپاکستان اؤ افغانستان حکومتونو پريکړه کړې ده چې پاکستان کې به داوسيدونکو ټولو غيررجسټرډ افغان کډوالو رجسټريشن کولى شي.

دملگرو ملتونو دکډوالو ادارې د يو اين ايچ سي ار، افغانستان اؤ پاکستان دې درې فريقي غونډه کې دافغانستان استازيتوب دکډوالو دبحالۍ په اړه افغان وزير سيد حسين عليمي بلخي کړى دى.

غونډه کې پريکړه شوې ده چې افغانستان ته دستنيدونکو کډوالو مرسته به غزولى شي اؤ دې مقصد لپاره به په نړيواله کچه نورې وسيلې هم راټولى شي.

پاکستان کې دميشتوؤ غيررجسټرډ افغان وگړو دکوائف داندراج لپاره اړونده چارواکي دافغان چارواکو سره په گډه مناسب اؤ دعمل جوگه طريقه کار هم جوړوي.

دپاکستان درياست اؤ سرحدي چارو وفاقي وزير ليفټننټ جنرل(ر) عبدالقادر بلوچ وائس اف امريکا سره خبرو کې وئيلي دي چې دافغان کډوالو (افغانستان ته ) ستنولو لپاره يوه جامع کړنلاره جوړولى شي.

افغان وزير سيد حسين عليمي روانه اوونه کې پاکستان ته رسيدلى، هغه دنهې په ماښام دپاکستاني وزيراعظم دخارجه چارو اؤ قومي سلامتۍ مشاور سرتاج عزيز سره ليدنه کړې اؤدافغان کډوالو دستنولو لپاره کې يې دترسره شوؤ انتظاماتو څخه هغه خبر کړى چې پکې دهغوي داوسيدو لپاره دځايې ورکول اؤ دملازمتونو دموقع ورکولو پشان گامونه شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG