لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : دوه نور مجرمان تيزندي کړى شول


 دفيصل اباد په سنټرل جيل کې سحر وختي دمرگ سزا موندونکي دوه مجرمان محمد اختر اؤ ساجد علي تيزندى کړى شول.
دفيصل اباد په سنټرل جيل کې سحر وختي دمرگ سزا موندونکي دوه مجرمان محمد اختر اؤ ساجد علي تيزندى کړى شول.

دپاکستان دپنجاب صوبې دفيصل اباد ښار په سنټرل جيل کې دجمعې په ورځ دوه نور مجرمان هم تيزندي کړل شوي دي.

دفيصل اباد په سنټرل جيل کې سحر وختي دمرگ سزا موندونکي دوه مجرمان محمد اختر اؤ ساجد علي تيزندى کړى شول.

دفيصل اباد دترهه گرۍ دمخنيوي عدالت په لسم مارچ ددغو دواړو مجرمانو ډيتهـ وارنټ جاري کړى ؤ، دجيل دچارواکو وينا ده چې د تيزندي کولو څخه وړاندې ددواړو مجرمانو طبي معائنه وکړش وه اؤ په دغه مهال دجيل لوري ته په تلونکو ټولو لارو سخت امنيتي تدابير نيول شوي وؤ.

فيصل اباد کې دترهه گرۍ دمخنيوي عدالت کال ٢٠٠١ء کې اختر ته دمرگ سزا ورکړې وه.

په هغه په ١٠م دسمبر کال ١٩٩٩ء کې دزياتي اؤ يوې زنانه دسخر منظور دقتلولو تور ؤ.

داختر اؤ دمتاثره کورنۍ ترمينځ دزيارت په شپه دهغه دبخښنې په اړه اتفاق شوى ؤ خو چارواکو دغه کيس رد کړى اؤ دمرگ اؤ زياتي ټول کيسونه يې نۀ بخښونکي گرځولي.

دتيزندي کړل شوي تن اپيلونه دلاهورهائيکورټ اؤ دپاکستان سپريم کورټ هم رد کړي اؤ درحم اپيل يې دصدر له لوري مسترد کړل شوى ؤ.

په بل تيزندي کړل شوي تن محمد ساجد تور ؤ چې هغه په ١٢م مارچ کال ٢٠٠٠ء کې دذاتي دښمنۍ په اساس يوه زنانه خورشيد بي بي وژلې اؤ دهغې خاوند اظهر يې ژوبل کړى ؤ.

هغه ته دفيصل اباد دترهه گرۍ دمخنيوي عدالت په ٣٠م مارچ کال ٢٠٠١ء کې دمرگ سزا اورولې وه، دساجد خواستونه سپريم کورټ اؤ درحم اپيل يې دصدر له لوري رد کړل شوى ؤ.

دتيزندۍ په سزا دعمل درامد وروستو دا لمړى ځل دى چې دغه کسان دفيصل اباد جيل کې تيزندي کړل شوي، له دې وړاندې مجرمان دښار په ډسټرکټ جيل کې تيزندي کړل شوي.

ددغو کسانو دتيزندي کولو سره په ١٧م دسمبر کال ٢٠١٤م کې دتيزندۍ په سزا دعمل درامد دبحالۍ وروستو تر دې مهاله پاکستان کې دتيزندي کړل شوؤ کسانو شمير ٢٧ؤ ته رسيدلى دى.

دپاکستان دمرگ په ټولو سزاگانو عمل درامد په ١٠م مارچ پيل کړى دى، له دې وړاندې پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي سکول په ١٦م دسمبر،٢٠١٤م کې دحملې ترسره کيدو څخه وروستو پاکستان يواځې دترهه گرۍ دپيښو دمجرمانو دمرگ په سزا عمل درامد پيل کړل شوى ؤ.

ملگرو ملتونو، اروپائي اتحاديې، ايمنسټي انټرنيشنل اؤ هيومن رائټس واچ په پاکستان غږ کړى چې دمرگ په سزا دې عمل درامد اودروي خو دپاکستان حکومت دريځ لري چې هيواد دغيرمعمولي حالاتو سره مخ دى اؤ دغيرمعمولي حالاتو مخنيوي لپاره غيرمعمولي گامونو ته اړتيا ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG