لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان مشرانو سره دصدراوباما ټيليفوني خبرې


 سپينې ماڼۍ څخه دجاري شوې اعلاميې ترمخه صدر اوباما دزيارت په ورځ خپل افغان سيال اشرف غني ته ټيليفون کړى اؤ داړونده خوښۍ په چارو ورسره غږيدلى دى.
سپينې ماڼۍ څخه دجاري شوې اعلاميې ترمخه صدر اوباما دزيارت په ورځ خپل افغان سيال اشرف غني ته ټيليفون کړى اؤ داړونده خوښۍ په چارو ورسره غږيدلى دى.

دامريکا صدر براک اوباما دافغانستان صدر اشرف غني اؤ ستر انتظامي مشر عبدالله عبدالله سره په ټيليفون خبرې کړي اؤ گاونډي هيواد افغانستان سره يې داړيکو دښه کولو په اړه دهغوي دهڅو ستائينه کړې ده.

سپينې ماڼۍ څخه دجاري شوې اعلاميې ترمخه صدر اوباما دزيارت په ورځ خپل افغان سيال اشرف غني ته ټيليفون کړى اؤ داړونده خوښۍ په چارو ورسره غږيدلى دى.

داعلاميې ترمخه صدر اوباما په صدر اشرف غني زور راوړى چې هغه دې افغانستان کې درايې په اتفاق سره ديو داسې قومي حکومت په لوري پرمختگ تُند کړي چې پکې ټولو خواؤ ته استازيتوب ترلاسه وي.

دسپينې ماڼۍ ترمخه صدر اوباما دافغانستان ستر انتظامي مشر عبدالله عبدالله ته ټيليفون کړى اؤ دافغان مشرانو پاکستان سره داړيکو دښه کولو دهڅو ستائينه يې کړې ده.

افغانستان کې دنوي صدر اشرف غني دحکومت جوړيدو څخه راپديخوا دکابل اؤ اسلام اباد ترمينځ اړيکو کې ښه والى راغلى اؤ دغه اړيکې له دې وړاندې دپخواني صدر حامد کرزي دحکومت په دور کې دلوړوژورو ښکار وې.

اوسنو مياشتو کې ددواړو هيوادونو دسفارتي اؤ پوځي چارواکو ترمينځ تماسونه اؤ ليدنې هم سيوا شوي دي.

پاکستاني چارواکي وائي هغوي دافغان طالبانو اؤ کابل دحکومت ترمينځ دجوړجاړي لپاره ددواړو خواؤ ترمينځ دمذاکراتو لپاره سنجيده هڅې کوي، خو طالبان تر دې مهاله افغان حکومت سره خبرو اترو څخه انکاري دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG