لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : ذکي الرحمان لکهوي بيا نظربند کړل شو


 داسلام اباد هائيکورټ تيره ورځ دممبۍ حملې دکيس دمرکزي ملزم ذکي الرحمان لکهوي نظربندي کالعدم ګرځولې اؤ په فوري توګه يې دهغه دخوشې کولو حکم کړى ؤ
داسلام اباد هائيکورټ تيره ورځ دممبۍ حملې دکيس دمرکزي ملزم ذکي الرحمان لکهوي نظربندي کالعدم ګرځولې اؤ په فوري توګه يې دهغه دخوشې کولو حکم کړى ؤ

دپاکستان دپنجاب صوبې داخله محکمې دممبۍ حملې دکيس دمرکزي ملزم ذکي الرحمان لکهوي دبيا نظربند کولو احکامات جاري کړي اؤ دغسې ملزم ذ کي الرحمان لکهوي دخوشې کيدو څخه دمخه بيا نظربند کړل شوى دى.

داسلام اباد هائيکورټ تيره ورځ دممبۍ حملې دکيس دمرکزي ملزم ذکي الرحمان لکهوي نظربندي کالعدم ګرځولې اؤ په فوري توګه يې دهغه دخوشې کولو حکم کړى ؤ اؤ ټاکل شوې وه چې نن به هغه داډيالې دجيل څخه خوشې کيږي خو دپنجاب داخله محکمې يوځل بيا دلکهوي دنظربند کولو احکامات جاري کړي دي.

تيره ورځ هندوستان د پاکستان ديو عدالت لخوا د ممبۍ ترهګريزو حملو کې د تورن ذکي الرحمان لکهوي د خوشي کولو په فېصله سخت غبرګون څرګند کړى ؤ.

د هند خارجه وزارت په نوي ډېلي کې د پاکستان هائي کمشنر راغوښتى او د لکهوي د خوشې کولو په فېصله ېې ورته سخت احتجاج کړی ؤ.

د هند د کورنو چارو وزارت په يو بيان کې وئېلي وؤ چې د پاکستان د حکومت ذمه واري جوړيږي د ذکي الرحمان لکهوي د جېل نه وتو مخه نېولو لپاره ټول قانوني ګامونه پورته کړي.

تيرکال په ١٨م دسمبردترهه گرۍ دمخنيوي يو عدالت دملزم ذکي الرحمان لکهويپه ضمانت دخوشې کولو امر کړى ؤ خو داسلام اباد انتظاميې دامن وامان دصورتحال دخرابيدو دانديښنې دقانون لاندې هغه نظربند کړى ؤ چې پکې دوه ځله ديوې ، يوې مياشتې پراختيا راوستل شوې وه.

دجمعې په ورځ داسلام اباد هائيکورټ وفاقي حکومت ته امر کړى ؤ چې که چرې دملزم خلاف کومه بله مقدمه نۀ وي نو هغې دې پريښودل شي.

ذکي الرحمان لکهوي کال ٢٠٠٨م کې دهند اقتصادي مرکزممبۍ کېدترسره شوؤ ترهه گريزو حملودمنصوبه بندۍ تور کې دنوروشپږو کسانوسره کال ٢٠٠٩م کې پاکستان کې نيول شوى ؤ.

تيرکال ددسمبر په مياشت کې هغه اسلام اباد کې شپږ کاله دمخه دتښتول شوي يو تن په مقدمه کې هم نيول شوى ؤ خودغه مقدمه کې هم لکهوي ته ضمانت ترلاسه شوى دى.

دممبۍ حملو کې دغيرملکيانو په گډون ١٦٦ کسان وژل شوي وؤ اؤ هند ددغو حملوتور پاکستان کې په موجودې تندروه ډلې لشکرطيبه لگولى دى.

دذکي الرحمان لکهوي دممبۍ حملو کيس کې په ضمانت دخوشې کيدو دحکم مخې ته دراتللو څخه وروستو هند په دې سخت ردعمل ښودلى ؤ اؤ دپاکستان حکومت دترهه گرۍ دمخنيوي دعدالت له لوري دلکهوي په ضمانت دخوشې کولوخلاف عدالت کې خواست جمع کړى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG