لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ : وسله والو دپوليو په ډله حمله کړې، يو تن مړ


 دسرچينو ترمخه وسله والو دپوليو دمخنيوي په ډغله دغه حمله دباجوړ دناواگۍ تحصيل په کامنگره سيمه کې کړې
دسرچينو ترمخه وسله والو دپوليو دمخنيوي په ډغله دغه حمله دباجوړ دناواگۍ تحصيل په کامنگره سيمه کې کړې

دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې دشورو په ورځ وسله والو دپوليو په ډله حمله کړې چې پکې دصحت يو کارکوونکى وژل شوى اؤ بل ژوبل شوى دى.

دسرچينو ترمخه وسله والو دپوليو دمخنيوي په ډله دغه حمله دباجوړ دناواگۍ تحصيل په کامنگره سيمه کې کړې چې له امله يې دصحت يو کارکوونکى وژل شوى اؤ بل ژوبل شوى، ژوبل کارکوونکى دعلاج لپاره يو نزدې هسپتال ته رسول شوى دى.

باجوړ کې دپوليو په ډله دغه حمله يوه ورځ وروستو له هغې وشوه چې دخيبرپښتونخوا په مانسهره سيمه کې هم تيره ورځ وسله والو دپوليو په ډله حمله وکړه اؤ دصحت دوه زنانه کارکوونکې اؤ يو پوليس عسکر يې ووژل.

پاکستان دافغانستان اؤ نائجيريا ترڅنگ دنړۍ په هاغو دريوؤ هيوادونو کې شامل دى چرته چې دپوليو معذورونکې ناروغي په مکمله ډول نۀ ده ختمه شوې.

ديو راپور ترمخه ددسمبر کال ٢٠١٢م څخه تر دې مهاله پاکستان کې دپوليو په ډلو دترهه گرو لخوا شوؤ حملو کې ٧٦ کسان وژل شوي چې پکې دصحت زنانه کارکوونکې هم شاملې دي.

بايد وويل شي روانه مياشت کې دروغتيا نړيوالې ادارې( ډبليو ايچ او) دپوليودوائرسو له امله په پاکستان لگيدلو سفري بنديزونو کې ددريوؤ مياشتو لپاره پراختيا راوستې وه.

نومبر کال ٢٠١٤م کې پاکستان څخه افغانستان ته دپوليو دوائرسو دمنتقلۍ وروستو په پاکستانيانو بهر هيوادونو ته پرته له داسې دستاويز څخه په سفر کولو بنديز لگيدلى ؤ چې پکې پخلى شوى وي چې دسفر څخه وړاندې هغوي ته دپوليو ويکسين ورکړل شوى.

کال ٢٠١٤م کې پاکستان کې دپوليو ٢٣٧ کيسونه مخې ته راغلي اؤ په دغه هيواد پسې بيا نائجيريا د٣٦ؤ کيسونو سره نزدې هاغه هيواد دى چې دپوليو خاتمه پکې نۀ ده شوې.

پاکستان کې ماشومانو ته دپوليودمخنيوي دڅاڅکو داچولو په هڅو کې تر ټولو لويې خنډ دوسله والو لخوا ددغه هيواد په بيلا بيلو سيمو کې دصحت په کارکوونکو کيدونکې حملې ، قبائيلي سيمو کې دعملياتو له امله دخلکو بې کوره کيدل اؤ دځينو کورنو لخوا په ويکسينيشن بې باوري ده.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG