لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تحريک انصاف او حکومت دعدالتي کميشن په جوړيدو متفق


 له دې وړاندې دواړو خواؤ دمذاکراتو گڼ دورونه کړي وؤ کوم چې کامياب شوي نۀ وؤ.
له دې وړاندې دواړو خواؤ دمذاکراتو گڼ دورونه کړي وؤ کوم چې کامياب شوي نۀ وؤ.

پاکستان کې دمسلم ليگ(ن) حکومت اؤ مخالفه گوند پاکستان تحريک انصاف د٢٠١٣م عامو انتخاباتو کې دشوې شکمنې ټگۍ ټورۍ دتورونو په پلټنو متفق شوي دي.

له دې وړاندې دواړو خواؤ دمذاکراتو گڼ دورونه کړي وؤ کوم چې کامياب شوي نۀ وؤ.

دعمران خان په مشرۍ حکومت مخالفه گوند پاکستان تحريک انصاف د٢٠١٣م دمئ مياشت کې پاکستان کې شوؤ عامو انتخاباتو کې دهاغه وخت چيف جسټس افتخار چوهدري، اليکشن کميشن اؤ نگران حکومت په منظمه دهاندلۍ تورن کړي وؤ خو اليکشن کميشن اؤ پخواني چيف جسټس دعمران خان دغه تورونه بې اساسه گرځولي وؤ.

عمران خان تيرکال داگست په مياشت کې دخپلو سلگونو پلويانو سره دلانگ مارچ په شکل کې داسلام اباد پارليمنټ هاؤس ته مخې تر څلورو مياشتو پورې دهرنا ورکړې وه اؤ دنوازشريف دحکومت لرې کولو لپاره يې تر څلورو مياشتو پورې احتجاج کړى ؤ، په عمران خان دمخالفينو له لوري تور لگول کيدو چې هغه ته دخپل دغه اوږد احتجاج په مهال دپردې تر شا دپوځ ملاتړ ترلاسه دى خو هغه په مختلفو موقعو دغه تورونه رد کړي وؤ.

عمران خان اسلام اباد کې د خپل اوږد احتجاج دختمولو اعلان تيرکال وروستو له هغې وکړو چې دخيبرپښتونخوا صوبې سرښار پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي يو سکول حمله کې د١٣٠ؤ څخه دزياتو ماشومانو په گډون ١٥٠ کسان ووژل شول.

دجمعې په ورځ اسلام اباد کې يو گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دخزانې وزير اسحاق ډار اؤ دپي ټي ائي مشر شاه محمود قريشي اؤ جهانگيرترين وويل چې دواړه خواوې ددهاندلۍ دتورونو پلټنو لپاره دعدالتي کميشن په جوړولو متفق شوي دي.

دخزانې وزير اسحاق ډار وويل چې پي ټي ائي دجوډيشل کميشن په معامله زيات لچک ښودلى اؤ زياته يې کړه چې دتحريک انصاف اؤ حکومت ترمينځ دجوډيشل کميشن جوړولو لپاره په ټولو نکتو اتفاق شوى.

اسحاق ډار وويل چې دې لړ کې دترسره شوي تړون نقلونه به ټولو سياسي گوندونو ته ليږل کيږي.

په دغه موقع دتحريک انصاف وائس چئيرمين شاه محمود قريشي وويل د٢٠١٣م په عامو انتخاباتو تر دوؤ کلونو پورې بحث شوى اؤ دې لړ کې دهغوي اؤ حکومت نقطه نظر مختلف دى، هغه وويل حکومت دغه انتخابات شفاف گڼي اؤ دپي ټي ائي نظر دى چې دې کې ټگيشوې.

شاه محمود قريشي وويل جمهوريت کې دخبرو اترو له لارې ټولې ستونزې هوارولى شي اؤ هغوي دائين مخې ته په ايښودلو سره سياسي لاره ولټوله اؤ دجوډيشل کميشن دجوړولو اصولي پريکړه يې وکړه ځکه چې دکميشن جوړيدل دهغوي بنيادي شرط ؤ اؤ اوس دواړو خواؤ دټگۍ ټورۍ دتورونو پلټنو لپاره معاملې فيصله کړي دي.

شاه محمود قريشي وويل چې جوډيشل کميشن کې به دسپريم کورټ جج شامل وي کوم چې به ددواړو ډلو نقطه نظر اوري اؤ پريکړه به کوي.

شاه محمود قريشي وويل کوم گوندونه چې په جمهوريت باور لري بايد هغوي ددې کميشن په جوړيدو خوشحاله شي ځکه چې که چرې هغوي هيواد کې جمهوريت مستحکم اؤ مضبوطول غواړي نو ددې لپاره بنيادي شرط دا دى چې داسې خپلواکه اليکشن کميشن اؤ نظام جوړ کړل شي په کوم چې ټول باور لري.

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان کې د پولیو د څاڅکو ځانګړی کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:56 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG