د يمن حکومت مخالفه شيعه باغيانو د پلازمينې صنعا نه وروستو د ملک درېم غټ ښار "تعز" هم قبضه کړی دی .
د امريکې اتحادي يمني صدرعبدالرب منصورهادي مخالفه حوثي وسله والو د خالي او اتوار په منځنۍ شپه کې د ښار پوځي اډه په اسانۍ سره په ولقه کې اخيستې ده ، د اتوار په ورځ يې تعز کې گشتونه کړي او د هغويې په ضد د مظاهره کوؤنکو خورولو دپاره يې هوايي ډزې کړي دي .
د تعز د قبضې اخيستو څو ساعته وروستو د باغيانو مشر عبدالمالک الحوثي جنگيالي جنوبي سيمې ته لېږلي چرته چې هادي پناه اخيستې ده . الحوثي په ټيلي ويژن وينا کې هادي د نړيوالو او سيمه ايزو قوتو کټ پتلي بللی دی .
هغه امريکې ، اسرائيل ، سعودي عرب او قطرته د يمن او سيمې د نورو هېوادونو په ضد سازش کوؤنکي وئيلي دي .
د باغيانو په ولقه کې پلازمينه صنعا کې په دوه جوماتونو کې د ځانمرگي بريدونو چې پکې ۱۳۷ کسان وژل شوي ، د دغو پېښو يوه ورځ وروستو امريکې د يمن نه خپل ټول کارمندان ويستي دي .
د امريکې محکمه خارجه لخوا جاري شوي بيان ترمخه دغه عارضي بدلون يمن کې د امنيت د گډو وډو حالاتو له کبله شوی . د يمن په جنوب کې موقعيت لرونکې الاناد فضائي اډه کې د امريکې د سپيشل فورس ۱۰۰ اهلکار موجود وو ، دغه اډه به امريکې په يمن کې د ډرون د لارې د القاعده د هدفونو په نخښه کولو دپاره کاروله .
يمني امنيتي چارواکو وئيلي چې باغيانو ته د پخواني صدرعلي عبدالله صالح مرسته حاصله ده .
يمن کې د بدامنۍ په حالاتو د ملگرو ملتونو د سلامتي کونسل هنگامي غونډه شوې او د يمن دپاره د ملگرو ملتونو استازي جمال بينومر سلامتي کونسل خبر کړی چې دغه کار ملک خانه جنگې ته ديکه کوي .
د اتوار په ورځ سلامتي کونسل وئيلي ، د هادي مرستې به کوي .
هادي دا وخت د تعز نه جنوب ته ۱۸۰ کلوميټره لرې په عدن ښار کې موجود دی ، چرته چې هغه د خالي په ورځ ټيلي ويژن باندې وينا کړې ده ، نوموړی تېره مياشت د صنعا نه تلی دی .
منصورهادي د حوثي شيعه باغيانو نه غوښتي دي چې د حکومتي وزارتونو د ودانو قبضه پرېږدي ، خپل وسله وال د پلازمېنې نه اوباسي او د ملگروملتونو په مرسته پېل شوؤ د امن خبرو ته واپس راشي .
نوموړي څو ورځې وړاندې عدن کې په صدارتي ماڼۍ د نامالومه جنگې الوتکې څخه داغل شوي ميزائيل غندنه کړې او دا يې د هغه په ضد د بغاوت هڅه بللې ده ، په دغې پېښه کې هادي روغ پاتې شوی ؤ.
په کال ۲۰۱۲م کې د يو تحريک په نتيجه کې د صدرعلي عبدالله صالح د حکومت ختمېدو وروستو يمن د تشدد او بدامنۍ په پېښو کې گېر دی .
د ايران اتحادي حوثيانو تېر کال د ستمبر په مياشت کې پلازمينه په خپله ولقه اخيستې ، د سُنيانو سره يې جگړه روانه ده او د خپل واک غزولو هڅه کوي .