د افغانستان پلازمينې کابل او غزني ترمينځ په لويې سړک نامالومو وسله والو په دوه گاډو ډزې کړي چې په نتيجه کې يې ۱۳ ملکي وگړي وژل شوي دي .
دغه پېښه چې تېره شپه رامنځته شوې ، وسله والو په دوه گاډو هينو او مزده موټرو ډزې کړي ، او وژل شوؤ ۱۳و کسانو کې يوه زنانه شامله ده ، او پېښه کې دوه نور کسان ژوبل شوي دي .
د مېدان وردگو د گورنر وياند عطاالله خوږياڼي د پېښې په اړه وئيلي ، چې دغه پېښه د مېدان وردگو د سيداباد ضلعې په هفت اسياب علاقه کې رامنځته شوې ده .
نوموړي وئيلي گورنر پېښه کې د ککړو کسانو د معلومولو او د هغويې د نيولو هدايات يې جاري کړي دي .
راپورونه وايي پېښه کې د وژل شوې زنانه زويې رويې روغ پاتې شوی ، او رسنيو ته يې وئيلي چې مخ پټي کسان د سړک په مينځ کې ولاړ وو گاډي يې ودرول اوبيا يې پرې ډزې وکړي .
وسله والو طالبانو وئيلي په دغه پېښه کې لاس نه لري .
د افغانستان په غزني کې د گل په ورځ د کرکټ په يو مېدان کې بمي چاؤدنه شوې وه ، او په دغه پېښه کې شپږ ماشومان وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل شوي وو .