لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عرب ليگ په گډعرب پوځ جوړولو اتفاق کړی


د مصر صدرعبدالفتح السيسي وئيلي ، چې عرب مشران د يو گډ عرب پوځ په جوړولو په اصولي پرېکړه صلاح شو ي دي .
د مصر صدرعبدالفتح السيسي وئيلي ، چې عرب مشران د يو گډ عرب پوځ په جوړولو په اصولي پرېکړه صلاح شو ي دي .

د عرب هېوادونو تنظيم عرب ليگ په يوه غونډنه کې په گډه د عرب پوځي فورس جوړولو په خبره اتفاق کړی او وئيلي يي دي چې يمن کې به د سعودي عرب په مشرۍ تر هغې وخت پورې فضائي عمليات دوام لري ، څو پورې چې شيعه حوثي ياغيانو وسله نه وي غورزولي او په شا شوي نه وي .

د مصر د سېلگرۍ په سيمه شرم الشېخ کې د دوه ورځنۍ غونډې په پايه کې د اتوار په ورځ د عرب ليگ مشر نبيل العربي دغه اعلاميه اورولې ده .

هغه ووئيل ، يمن د تباهۍ ډگر ته رسېدلی ؤ ، او د حوثيانو د بغاوت د خاتمې او د جائز واک ترلاسه کېدو دپاره د پُرامنه لارو د ناکامۍ وروستو عرب او نړېوال گامونو پورته کولو ته اړ شوي وو .

په يمن کې قبائيلي شيعه چې حوثيان ورته وئيل کيږي ، دويې تېرکال د ستمبر په مياشت کې پلازمينه صنعا باندې قبضه کړې وه چې له امله يې صدر منصورهادي هم د هلتې نه تلی ؤ .

سعودي عرب د تېر زيارت په ورځ د خپلو عربو او خليجي اتحاديانو سره په گډه يمن کې د ياغيانو په ضد فضائي عمليات پېل کړي دي .

د مصر صدرعبدالفتح السيسي د عرب ليگ د دوه ورځنۍ غونډې په پايه کې دغه خبره کړې ده ، چې عرب مشران د يو گډ عرب پوځ په جوړولو په اصولي پرېکړه صلاح شو ي دي . السيسي ووئيل د دغې کار دپاره به د عرب مشرانو د لوړې کچې يو پېنل جوړولی شي .

د امريکې خبري ادارې اېسوسي اېټډپرېس ترمخه د مصر چارواکو وئيلي ، چې په دغې فورس کې به ۴۰ زره عسکر شامل وي او مرکزي دفتر به يې په قاهره يا د سعودي عرب پلازمينه رياض کې وي ، او دغې فورس ته به د جنگي الوتکو ، سمندري جنگي جهازونو او توپونو مرسته هم حاصله وي .

د اوږدې مودې راهسې د گډ عرب فورس جوړولو خبره روانه وه ولې په ۲۲ غړو مشتمل ليگ کومې ختمي خبرې ته نه ؤ رسېدلی . راپورونه وايي وس هم دا خبره نه ده په ډاگه چې د ليگ ټول غړي هېوادونه په دغې فورس کې خپل اهلکار شاملوي يا نا .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG