لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنگله دېش کې "بلاگر" وژل شوی


تېره مياشت هم يو بنگله دېشي نژاد امريکايی بلاگر اويجيت رائ په ډهاکه کې په دغه ډول حمله کې وژل شوی ؤ ،
تېره مياشت هم يو بنگله دېشي نژاد امريکايی بلاگر اويجيت رائ په ډهاکه کې په دغه ډول حمله کې وژل شوی ؤ ،

د بنگله دېش پلازمينه ډهاکه کې نن د گل په ورځ يو بلاگر وژل شوی دی .

د پوليس يو لوړ پوړي چارواکي واثيق الرحمان د فرانس خبري ادارې ته وئيلي ، چې بلاگر د ډهاکې په بېگنبري ضلع کې د چاکو په گوزار وژل شوی دی .

پوليس افسر وئيلي ، د بلاگر د ليکنو په اړه په فوري توگه کوم تفصيلات مخې ته نه دي راغلي ، خو په بنگله دېش کې له دې وړاندې په ازاده توگه د رائې د اظهار په وجه بلاگران او صحافيان په هدف کړی شوي دي .

د صحافيانو د حقونو دپاره کارکوؤنکي يو نړيوال تنظيم "رپورټرز وِد اؤټ بارډرز" ترمخه د مطبوعاتو د ازادۍ په حواله د ۱۸۰ ملکونو په درجه بندۍ کې بنگله دېش په ‍۱۴۶م نمبردی .

تېره مياشت هم يو بنگله دېشي نژاد امريکايی بلاگر اويجيت رائ په ډهاکه کې په دغه ډول حمله کې وژل شوی ؤ ، او هغه سره يې مېرمن ژوبله شوې وه .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG