لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يمن :دکډوالو په کيمپ دسعودي فضائي حمله کې 45 کسان وژل شوي


 تيرکال دستمبر په مياشت کې په پلازمينه صنعاء دحوثي ياغيانو دقبضې څخه وروستو صدر هادي عدن خپله موقتي پلازمينه گرځولې وه
تيرکال دستمبر په مياشت کې په پلازمينه صنعاء دحوثي ياغيانو دقبضې څخه وروستو صدر هادي عدن خپله موقتي پلازمينه گرځولې وه

په شمالي يمن کې دکډوالو په کيمپ دسعودي عرب لخوا شوې يوه فضائي حمله کې لږ ترلږه ٤٥ کسان وژل شوي اؤ ٦٥ نور ژوبل شوي دي.

دياغيانو په کنټرول کې سرکاري ميډيا وائي چې په وژل شوؤ کې ښځې اؤ ماشومان هم شامل دي خو دسعودي چارواکي وائي چې هغوي پخلى نه شي کولى چې څه شوي اؤ چاته زيان رسيدلى که نه ، خو ديمن خارجه وزير رياض ياسين تور لگولى چې دکډوالو په کيمپ بمباري دحوثي ياغيانو دتوپخانې نه شوې ده.

خو بل لوري ته پلازمينه صنعاء اؤ ديمن شمالي سيمو کې قابضو شيعه حوثي ياغيانو ددغه پيښې ذمه وار دسعودي جنگي جهازونه گرځولي دي.

دامدادي ادارو وينا ده چې دبمبارۍ هدف په اصل کې ديمن شمالي سيمې حراد کې موقعيت لرونکى دحوثي ياغيانو يو عسکري تنصيب ؤ خو په دغه مهال کې دکډوالو کيمپ هم ولگيدو.

دتير زيارت دورځې راهسې سعودي عرب اؤ ائتلافي هيوادونه يې چې پکې دخليجي رياستونو ترڅنگ سوډان، مصر اؤ مراکش هم شامل دي يمن کې دفعاله حوثي ياغيانو مرکزونه دجنگي جهازونو نه په نخښه کوي.

دکډوالو دنړيوالې ادارې يو وياند وئيلي دي تر دې مهاله نۀ ده په ډاگه شوې چې دبمبارۍ په نتيجه کې وژل شوؤ کې څومره عام اولسي وگړي اؤ څومره وسله وال جنگيالي وؤ.

ياغيانو دگل په ورځ ديمن جنوبي ساحلي ښار عدن کې دتوپخانې له لارې سخته بمباري کړې وه اؤ اطلاعات ترلاسه شوي چې دعدن دبندرگاه سره نزدې دعربي هيوادونو سمندري جهازونو په ياغيانو ځوابي حملې کړي دي.

ديمن دصدر عبدالرب منصور هادي يو پلوي جنگيالي خبريالانو ته وئيلي دي چې دبمبارۍ کوونکو سمندري جهازونو تعلق مصر سره ؤ.

تيرکال دستمبر په مياشت کې په پلازمينه صنعاء دحوثي ياغيانو دقبضې څخه وروستو صدر هادي عدن خپله موقتي پلازمينه گرځولې وه په کوم چې دقبضې لپاره دروانې مياشتې په نيمائي کې پرمختگ پيل کړى ؤ.

دعربي هيوادونو دفضائي حملو باوجود حوثي ياغيانو دعدن محاصره کړې ده اؤ دښار په مختلفو سيمو اؤ خواؤشا کې د ياغيانو اؤ دصدر هادي دپلوي قبائيلو ترمينځ سختې نښتې روانې دي.

دميډيا راپورونو ترمخه دتيرو پينځوؤ ورځو په مهال عدن اؤ خواؤشا سيمو کې شوې بمبارۍ اؤ نښتو کې د١٠٠ؤ نه زيات کسان وژل شوي دي.

بل لوري ته په امريکا کې تعينات دسعودي سفير دا تاثر رد کړى چې گنې يمن کې روانه جگړه دسعودي اؤ ايران ترمينځ دتاؤتريخوالي نتيجه ده.

واشنگټن لپاره دسعودي سفير عادل الجبير وئيلي دي چې دعربي هيوادونو فضائي کارروايۍ ديمن داولس دتندلارو څخه بچ کول اؤ هلته دامن اؤ ثبات راوستو لپاره په مجبورۍ کې پيل شوى يو جنگ دى.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG