لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ننگرهار نه چارسدې ته پينځه مړي راوړل شوي


د پوليس افسر په وينا دا ټول نهه کسان وو چې تعلق يې د چارسدې ضلعې پړانگ علاقې سره دی
د پوليس افسر په وينا دا ټول نهه کسان وو چې تعلق يې د چارسدې ضلعې پړانگ علاقې سره دی

د افغانستان ننگرهار صوبې په مهمندو مارکو علاقه کې د ترلاسه شوؤ پينځه ؤ کسانو مړي د خېبرپښتونخوا صوبې چارسدې ضلعې ته د شورو په ورځ ماښام راوړل شوي او نن د زيارت په ورځ د پړانگ په علاقه کې خاورو ته وسپارل شو .

د چارسدې ضلعې د پړانگ تهاڼې د پوليس مشر عمران د دغو مړو په اړه وايس اف امريکا ډيوه ريډيوه سره خبرو کې ووئيل ، دا ټول نهه کسان وو چې تعلق يې د پړانگ علاقې سره دی ، او دويې نزدې دوه مياشتې وړاندې د ننگرهار صوبې د مومندو مارکو علاقې نه د خپلې دېرې نه وسله په لاس کسانو تښتولي وو .

د پوليس افسر په وينا "په دغو کسانو کې يو ژوندی راغلی ، د پينځه ؤ مونږ ته مړي مېلاؤ شو او د درې نورو د مړ ژوندي پته نه لگي چې هغويې چرته دي" .

عمران زياته کړه دغه پينځه کسان چې مړي يې مېلاؤ شوي دي دويې په سينو په ډزو ويشتل شوي دي ، د دويې مړي تېره ورځ د غني خېلو په علاقه کې ميلاؤ شوي او بيا تېر ماښام دويې ته ورکړی شوي وو .

هغه ووئيل د دې کسانو تعلق د پړانگ علاقې د مياکلي او ماجوکي سره دی ، او دويې به د ننگرهار په ممهندو مارکو علاقه کې د شړشمو د تېلو او سوچه غوړو خرڅولو کاروبار کولو .

د پوليس په افسر په وينا دويې ته د ترلاسه شوؤ معلوماتو ترمخه دغه کسان په خپله دېره کې موجود وو ، په دويې پسې په دوه موټرو کې وسله په لاس کسان راغلي ، او تښتوؤلي يي وو .

نوموړي ووئيل دا نه ده معلومه شوې چې دويې چا تښتولي وو ، او علت يې څه وو .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG