لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دوزيراعلي خټک لخوا پاک چين اقتصادي راهدارۍ کې په بدلون مرکز ته احتجاج


 صوبائي حکومت غوښتنه کړې ده چې دخيبرپښتونخوا اؤ بلوچستان دمحرومو دازالې لپاره دې ديادې شوې راهدارۍ اصل لاره بحال اؤ کار دې پرې وکړى شي.
صوبائي حکومت غوښتنه کړې ده چې دخيبرپښتونخوا اؤ بلوچستان دمحرومو دازالې لپاره دې ديادې شوې راهدارۍ اصل لاره بحال اؤ کار دې پرې وکړى شي.

دخيبرپښتونخوا وزيراعلي پرويز خټک دشورو په ورځ دگوادر،کاشغر داقتصادي راهدارۍ په اصل لاره کې دبدلون په اړه مرکز ته سخت احتجاج کړى دى.

صوبائي حکومت غوښتنه کړې ده چې دخيبرپښتونخوا اؤ بلوچستان دمحرومو دازالې لپاره دې ديادې شوې راهدارۍ اصل لاره بحال اؤ کار دې پرې وکړى شي.

دخيبرپښتونخوا وزيراعلي پرويز خټک دصوبائي وزير مشتاق احمدغني اؤ امجدافريدي ترڅنگ دشورو په ورځ وزيراعلي هاؤس پيښور کې يو پريس کانفرنس ته دوينا په مهال وويل چې هغوي دچين صدر ته هرکلى وئيلى اؤ دچين له لوري دورکړل شوي پيکج هم هرکلى کوي ځکه چې دهغه په قول دې سره به دپاکستان په راتلونکي ښې اغيزې وشي خو دا خبره بيخي واضحه ده چې ددغه اقتصادي راهدارۍ اصل لاره کومه چې دخنجراب، گلگت، کوهستان، ايبټ اباد، ميانوالي، ډيره اسماعيل خان، پنجگور اؤ بلوچستان دښارونو نه تيريږي اؤ تر گوادر پورې ځي دغه لاره اوس بدلولى شي اؤ دهري پور نه حسن ابدال اؤ ميانوالي نه بهکر، ډجي خان، جيکب اباد اؤ کراچۍ نه په تيرولو سره گوادر پورې ځي په کوم چې هغوي انديښنه لري.

دوزيراعلي په قول دکومو ځائيونو څخه چې به دغه لاره تيريږي دې سره به داوؤ نه اتوؤ پورې نوي ښارونه ابادولى شي چرته چې به صنعتونه هم لگي اؤ ټولې اسانتياوې به هم ورکولى شي خو په دغه نوې لاره کې دخيبرپښتونخوا صوبې لپاره يو نوى ښار هم نشته حالانکې په ډيره اسماعيل خان کې نوى ښار ابادول پکار وؤ.

وزيراعلي وويل چې نوې لاره دزړې لارې څخه ٦٣٥ کلو ميټره زياته ده اؤ دپاکستان اؤ چين ترمينځ چې کوم تړونونه شوي هغه د27.7 اربو ډالرو دي چې پکې دپنجاب لپاره ١١ اربه، سندهـ لپاره ٩ اربه، خيبرپښتونخوا لپاره 2.7 اربه اؤ بلوچستان لپاره هيڅ رقم نۀ دى ايښودل شوى، دوزيراعلي وينا وه چې خيبرپښتونخوا ته ددې يو په دوه اؤ يو په درې برخه ورکول پکار وؤ.

وزيراعلي په دې خبره افسوس ښکاره کړو چې کومه کاري ډله دې لړ کې جوړه کړل شوې وه هغې کې دخيبرپښتونخوا اؤ بلوچستان څخه کوم اسازى نۀ دى شامل کړل شوى حالانکې هغوي دې لړ کې مرکز ته خط هم ليکلى ؤ.

پرويز خټک وويل چې دانرژۍ په اړه کوم تړونونه ترسره شوي دي دې دهغې ترمخه به زياتره دکوئيلې، هوا اؤ شمس انرژۍ څخه بجلي پيدا کولى شي اؤ هغوي سره پينځه زره ميگاواټه دبجلۍ پيدا کولو فيزيبيلي. تيار دي دکوم څخه چې هغوي بجلي تيارولى شي اؤ دغه لړ کې هغوي دسرمايه کارانو په لټه کې دي.

دخيبرپښتونخوا وزيراعلي وويل چې په پاک چين تړونونو دعمل درامد لړ کې چې کوم طريقه کار خپل کړى شو هغه هم شفاف نۀ دى ځکه چې کومه مقابله به نۀ وي اؤ دوه حکومتونه به پخپل مينځ کې پريکړه کوي اؤ دچين بنک به يې منظوروي ورکوي.

هغه وويل هرکله چې يوه لاره جوړه شوه نو ددې څخه وروستو به دوهمه لاره نۀ جوړيږي ځکه چې نۀ خو دومره سرمايه کاري شته اؤ نۀ به هم ددې لوري ته دپام گرځولو لپاره څوک تيار وي.

وزيراعلي وويل دې لړ کې به دلته داپوزيشن گوندونو سره هم خبره کوي ترڅو ټول په گډه سره احتجاج وکړي.

وزيراعلي وويل چې هغوي دگوادر ، کاشغر معاشي راهدارۍ کې دبدلون دقانون اړخونو دجاج اخستو لپاره دقانون سکتر ته وينا هم کړې ده.

پاک چين اقتصادي راهداري دجوړيدو په حالت کې يوه داسې پرمختيائي پروگرام دى چې مقصد يې په جنوبي پاکستان کې گوادر پورټ دچين شمال لويديزې خپلواکه سيمې ژنگ ژانگ سره دگيس اؤ تيلو دټرانسپورټ په غرض دلويو لارو، ريلوى اؤ پائپ لا ئنونو له لارې تړل دي.

دمرکزي حکومت له لوري دپاک چين اقتصادي راهدارۍ په اصل لاره کې دخيبرپښتونخوا اؤ بلوچستان دپسمانده سيمو دنظرانداز کولو له امله خيبرپښتونخوا کې په ځانگړې توگه قوم پرست سياسي گوند عوامي نيشنل پارټي اؤ دبلوچستان قوم پرست گوندونه هم په مرکزي حکومت نيوکې کوي اؤ غوښتنه کوي چې ددغه منصوبې په اصل کې دې څه رقم بدلون ونۀ کړل شي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG