لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نيپال زوروره زلزله کې د وژنو شمېره د ۳۲۰۰ نه سېوا شوې


د امريکې او پاکستان په گډون يو شمېر ملکونو د مرستو دپاره امدادي ټيمونه او سامانونه نيپال ته لېږلې دي .
د امريکې او پاکستان په گډون يو شمېر ملکونو د مرستو دپاره امدادي ټيمونه او سامانونه نيپال ته لېږلې دي .

په نيپال کې د خالې په ورځ شوې زورورې زلزلې او د هغې وروستو په درځنونو جهټکو چې د پلازمينې کهټمنډو يو شمېر برخې يې تباه کړې دي ، زلزله کې د وژل شوؤ کسانو شمېره د ۲۳۰۰ نه سېوا شوې ده .

د امريکې او پاکستان په گډون يو شمېر ملکونو د مرستو دپاره امدادي ټيمونه او سامانونه نيپال ته لېږلې دي .

په نيپال کې دا د ۸۰ کالو په موده کې زوروره زلزله راغلې چې زور يې ۷.۸ ريکارډ شوی دی . د زلزلې مرکز د پلازمينې کهټمنډو شمال لويئديز ؤ د ښار تاريخې ځايونه يې ويجاړ کړي او جهټکې يې د نيپال نه علاوه هند او پاکستان په علاقو کې هم محسوس کړی شوي دي .

د کهټمنډو نه د زلزلې د تباهۍ تفصيل لا هم مخې ته راځي ، او راپورونه وايي د غورځېدلو ودانو لاندې کسان گېر دي ، او د وژنو د شمېرې زياتېدو اندېښنه څرگند کړی شوې ده .

کهټمنډو کې مواصلاتي نظام تباه شوی او مرستندويه ټيمونه متاثره علاقو ته په رسېدو کې ستونزو سره مخ دي .

د زلزې وروستو د جهټکو د ويرې په دويمه شپه هم خلک کورونو نه بهر پاتې شوي دي .

راپورونه وايي د درې کروړه ابادۍ والا ملک نيپال په ۷۵ کې ۳۵ ضلعې د زلزلې نه متاثره شوي دي .

د د زلزلې جهټکو د نړۍ تر ټولو لوړ غر ماونټ اېوريسټ پورې رسېدلي ، او هلته يې د واورو گهټان راغورځولې چې په نتيجه کې يې کوه پېما(غرته ختونکي) ۱۸ کسان وژل شوي او څو نور ژوبل شوي دي .

دغه زلزلې د هند په ختيز کې موقعيت لرونکي رياست بهار کې ۶۲ کسان وژلي دي ، او بنگله دېش او تبت کې يې هم مرگ ژوبله اړولې ده .

امريکې د زلزلې د مرستو په لړ کې په ابتدايي توگه د يو ملين ډالرو ورکولو وئيلي ، او د امريکې په گډون نورو ملکونو هم امدادي ټيمونه نيپال ته لېږلي دي .

د امريکې خارجه وزير جان کېري وئيلي ، امريکا د مرستو په لړ کې د نيپال حکومت سره په رابطه کې ده .

د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه د پوځ دوه نورې سي ون تهرټي الوتکې به نن نيپال ته د امداد دپاره لېږلی شي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG