دکهلنا په شيخ ابو نصير سټيډيم کې دپاکستان اؤ بنگله ترمينځ روان دلمړي کرکټ ټيسټ ميچ په لمړۍ ورځ بنگله ديش دټاس گټلو وروستو دپاکستان په ضد دلمړي بيټنگ فيصله کړې اؤ دلمړۍ ورځې ترختميدو يې دڅلورو وکټو په تاوان 236 رنز جوړ کړي دي.
دبنگله ديش لخوا تميم اقبال ٢٥، امرالقيس ٥١، مومن الحق ٨٠، محمدالله ٤٩،اؤ شکيب الحسن ١٢ رنز جوړ کړي دي.
دپاکستان له لوري وهاب رياض، محمد حفيظ، ذوالفقار بابر اؤ ياسر شاه يو ،يو وکټ ترلاسه کړې ده.
دبنگله ديش له لوري تميم اقبال اؤ امرالقيس داننگز اغاز وکړو اؤ ددواړو لوبغاړو ترمينځ د٥٢ رنز شراکت جوړ شو خو بيا تميم اقبال دياسر شاه په بال کيچ اؤټ شو، دبنگله ديش دوهم اؤټ شوى بيټسمين امرالقيس ؤ څوک چې دمحمد حفيظ په بال کيچ اؤټ شو.
تر دې مهاله دپاکستان اؤ بنگله ديش ترمينځ ١٤ ټيسټ ميچونه ترسره شوي اؤ دغه ټول ميچونه پاکستان گټلي دي.
دکرکټ ماهران وائي چې په تاريخ کې په لمړي ځل دون ډى سيريز په گټلو سره پاکستان ته په کلين سويپ ورکولو اؤ يواځيني ټي ټوئنټې ميچ کې په ماتې ورکولو سره دبنگله ديشي ټيم حوصلې لوړي شوي اؤ اوس به هغوي پاکستان ته په ټيسټ ميچ کې دماتې ورکولو هڅه کوي خو په دې ميچ کې به دبنگله ديشي ټيم دگټې دلړۍ مخنيوى دټيسټ ميچ دپاکستاني کپتان مصباح الحق لپاره ازميښت وي.
دپاکستان ټيم : محمد حفيظ، اظهرعلي، مصباح الحق، يونس خان، اسد شفيق، سرفراز احمد، ياسر شاه، هاب رياض، سميع اسلم، ذوالفقار بابر اؤ جنيد خان.
دبنگله ديش ټيم : شکيب الحسن، مشفق الرحيم، شووگاتا هوم، تاج الاسلام، روبيل حسين، تميم اقبال، امرالقيس، مومن الحق، محمودالله، سوميا سرکار اؤ محمد شاهد.