لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دداعش مخنيوي لپاره به سيمه ييزو هيوادونو ته يو موټى کيدل وي،اشرف غني


” زمونږ هيواد دجگړې ميدان جوړولى شي ،زمونږ خلک په ظالمانه توگه وژل کيږي، مونږ ټولو ته به ديوې سيمې په توگه په حرکت کې راتلل وي“
” زمونږ هيواد دجگړې ميدان جوړولى شي ،زمونږ خلک په ظالمانه توگه وژل کيږي، مونږ ټولو ته به ديوې سيمې په توگه په حرکت کې راتلل وي“

دافغانستان صدر اشرف غني وئيلي دي چې تندروه ډلې داعش د هند څخه تر روسيې هيوادونه چيلنج کړي اؤ دهغوي له لوري دراولاړې کړل شوې خطرې مخنيوي لپاره به ټولو هيوادونو ته يو موټى کيدل وي.

دهند يوې ورځپاڼې سره مرکه کې اشرف غني وويل چې ددولت اسلاميه خطره دطالبانو پشان دډلو له لوري دراولاړو کړل شوؤ خطرو څخه مختلفه ده کومې چې غواړي په رياست دطاقت له لارې قبضه وکړي.

زمونږ هيواد دجگړې ميدان جوړولى شي ،زمونږ خلک په ظالمانه توگه وژل کيږي، مونږ ټولو ته به ديوې سيمې په توگه په حرکت کې راتلل وي

خو اشرف غني دلشکرطيبې اؤ تحريک طالبان پاکستان پشان ډلې هم خطره وگرځوله اؤ وې وئيل چېچلؤنکي بدل شوي دي

اشرف غني په پاکستان هم غږ کړى دى چې لاهور کې دې دواهگه پولې په لاره افغانستان ته هند پورې دنيغ په نيغه رسد اجازه ورکړي.

موجوده وخت کې پاکستان هند ته تلونکو دسوداگانو څخه دډکو افغان ټرکونو ته واهگه کې تر خپل اخري چيک پوسټ پورې دتللو اجازه ورکوي خو دهندوستان دپنجاب صوبې تر Attari سيمې پورې يې نۀ پريږدي کومه چې دڅو کلوميټرو په فاصله ده.

په دغه مرکه کې اشرف غني خبردارى ورکړى دى چې که چرې دغه خنډ دوامداره پاتې شي نو افغانستان به هم مرکزي ايشيائي رياستونو پورې پاکستاني ټرکونو ته دتللو اجازه نۀ ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG