پاکستان په افغان طالبانو زور راوړی چې د پسرلي د موسم جنگ په ځايې کابل حکومت سره امن خبرو ته کښني ، دغه خبره وائس اف امريکا ته يو لوړ پوړي پاکستاني چارواکي په داسې مهال کړې چې په قطر کې افغان او د طالبانو استازي او نور فريقېن په غېر سرکاري توگه خبرو ته ناست دي .
د طالبانو د اثر لاندې ډلې ، د حکومت د سولې مذاکرات کار او د افغان امن کارمندانو پلاوي د قطر په پلازمينه دوحه کې د خبرو دوه ورځنۍ غونډه کې گډون کوي .
پاکستاني چارواکي وئيلي د دغو خبرو د نتيجې په شدت سره انتظار کوي ، او ملک يې په گاونډي هېواد افغانستان کې د مسلې په پُرامنه توگه د هواري دپاره د هر قسمه گام ملاتړ کوي .
پاکستان باندې چې تل دغه تورونه لگيدلي ، چې په افغانستان کې د بدامنۍ دپاره په پټه د طالبانو مرستې کوي ، او په افغان تنصيبانو او امريکايي ځواکونو باندې د حملو دپاره ورته پاکستانۍ خاوره ورکوي .
خو اسلام اباد تېره اوونۍ په لمړي ځل د طالبانو لخوا د پسرلني عملياتو په مهال مخ په زياتي د تشدد د پېښو غندنه کړې او وئيلي يي دي ، چې امن او روغه جوړه د جنگ د خاتمې يواځينۍ لار ده .
د اتوار په ورځ د پاکستان خارجه سيکرټري اعزازاحمد چودهري وائس اف امريکا سره خبرو کې وئيلي ، چې اسلام اباد په قطر کې د خبرو اترو د عمل هر کلی کوي ، که څه هم دا غېر سرکاري دي خو دويې غواړي چې طالبان خپله خبره په پُرامنه توگه وړاندې کړي .
اعزاز چودهري په دوحه کې د روانو خبرو په اړه دريز څرگند کړی چې ، "زمونږ پېغام واضح دی چې طالبان دې خبرې وکړي او که چرته دا خبرې په افغانستان کې امن راولي ، نو دا به زمونږ او د سيمې په گټه وي".
هغه ووئيل پاکستان پُرعزم دی چې افغانستان سره تعلقات نور هم ښه کړي ، او په دغه لړ کې هڅې کوي چې د طالبانو او کابل ترمينځ د امن عمل تېز شي .
اعزاز چودهري په دغې اړه د نورو خبرو نه ډډه کړي او وئيلي دي دا حساسه موضوع ده .
که څه هم نقادان دې خبرې ته د شک په نظر گوري چې پاکستان د اشرف غني حکومت سره د نزدې والې په خاطر په طالبانو کې خپل اثر کم کړی دی . ولې افغان چارواکي وايي چې د پاکستان خاوره کاره ؤنکو وسله والو ډلو سره هر قسمه ملاتړ پرېښودل به د کابل امن خبرو ته وده ورکړي .
په قطر کې د افغان امن خبرو تابيا د پوگواش نومي نړيوال تنظيم د ملگرو ملتونو په مرسته کړې ده .
د طالبانو وياند وائس اف امريکا ته وئيلي ډلې يې د قطر په خبرو کې د گډون پرېکړه په دې کړې ده چې دغه خبرې به کابل سره امن مذاکرات نه شي بلل کېدی .