په يمن کې د القاعده څانگې وئيلي ، چې تيره مياشت شوې يوې امريکايي فضائي حمله کې يې يو مهم مشر وژل شوی دی .
سائټ انټيلي جنس نومي گروپ د زيارت په ورځ خبر ورکړی دی ، چې د القاعده دغې څانگې وئيلي د يمن ساحلي ښار مکله کې شوې امريکايي فضائي بريد کې نصير بن علي العنسي ، د هغه مشر زويې او يو شمېر نور تُندلاري وژل شوي دي .
راپورونه وايي عسني د جنورۍ په مياشت کې جزيره نما عربستان کې د القاعده (ای کيوای پي) لخوا په چارلي هيبډو مجله د شوي ترهگريز زمه واري قبوله کړې وه ، چا چې مذهب اسلام پورې د ټوقو کولو خاکې خپرې کړې وې .
د امريکې د دفاع وزير اېشټن کارټر پينټاگان کې د احوال تېرولو په مهال په دغې اړه د څه وئيلو نه ډډه کړې ده .
د هغه په وېنا " په يقيني توگه مونږ په دې اړه بيان نه ورکوؤ ، او په ځانگړې د دغه ځايي نه ، او هلته مونږ خپل فشار په ځايي ساتو " .
امريکا زياتره په يمن کې د القاعده د ترهگرو په ضد د بې پائيلټه ډرون الوتکو د لارې فضائي حملې کوي ، ولې د حوثي ياغيانو د پرمختگ له سببه تېره مياشت امريکې د يمني اډې نه اهلکار بيرته غوښتي وو .
چارلي هيبډو باندې حمله کې ۱۲ کسان چې پکې صحافيان هم شامل ؤ ، وژل شوي وو، په دغه مجله کې د پېغمبر اسلام (ص) خاکې جوړې شوې خپرې شوې وې . او د وياند په حېث عسني د دغه بريد زمه واري قبوله کړې وه .
وسله په لاس کسانو يهودي سُپرمارکيټ کې گېر کړي کسان هم وژلي وو ، او وروستو پوليسو بيا دويې ووژل .
عسني د القاعده په نورو ويډيوز کې هم ښکاره شوی ، چې هغه به پکې په مغربي خلکو د حملو دپاره راپارونې کولې .