لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب په يمن کې د پينځه ورځو جنگ بندۍ اعلان کړی


د جمعې په ورځ د امريکې او شپږو خليجي هېوادونو خارجه وزيرانو ترمينځ شوې لېدنه کې د يمن په حالاتو او ايران سره د سيمې په تعلقاتو خبرې اترې شوي دي .
د جمعې په ورځ د امريکې او شپږو خليجي هېوادونو خارجه وزيرانو ترمينځ شوې لېدنه کې د يمن په حالاتو او ايران سره د سيمې په تعلقاتو خبرې اترې شوي دي .

سعودي عرب په يمن کې د حوثي ياغيانو او عرب ائتلاف ترمينځ د پينځه ورځو جنگ بندۍ اعلان کړی ، چې اطلاق به يې د مئ د ۱۲م نېټې نه کيږي .

د جنگ بندۍ اعلان د جمعې په ورځ د سعودي عرب خارجه وزير عادل الجُبېر د فرانس پلازمينه پېرس کې د خليجي هېوادونو د کونسل د غړو ملکونو د خارجه وزيرانو او امريکايي خارجه وزير جان کېري سره د ليدو وروستو کړی دی .

د جمعې په ورځ د امريکې او شپږو خليجي هېوادونو خارجه وزيرانو ترمينځ شوې لېدنه کې د يمن په حالاتو او ايران سره د سيمې په تعلقاتو خبرې اترې شوي دي .

ليدنه کې راتلونکې اوونۍ کې "سپينه ماڼۍ" کې د امريکې او خليجې هېوادونو د مشرانو د يوې گډې غونډې د تيارو جائزه هم اخيستل شوې ده .

د شپږو خليجي هېوادونو مشران به د شورو په ورځ " سپينه ماڼۍ " کې د صدر باراک اوباما سره ويني ، او د زيارت په ورځ به د کېمپ ډېوډ کې د سېلگرۍ په ځايې باندې هم اووه واړه مشران ويني .

سپينې ماڼۍ وئيلي ، چې د مشرانو غونډه د خليجي ملکونو او امريکې ترمينځ د اړيکو او امنيت په لړ کې د مرستو زياتولو يوه ښه موقع ده .

له دې وړاندې د زيارت په ورځ جان کېري د سعودي عرب دوره کړې وه ، او هلته يې د سعودي مشرانو سره د ليدو وروستو وئيلي ؤ ، چې حالاتو ته په کتو يمن کې د تجويز شوې جنگ بندۍ وخت غزول کېدی شي .

پلازمينه رياض کې د خپل امريکايي سيال جان کېري سره گډې خبري غونډې ته په وينا کې د سعودي عرب خارجه وزير عادل الجُبېر ووئيل ، چې جنگ بندي د شيعه حوثيانو لخوا د هغويې د شرطونو منلو پورې تړلې ده .

هغه ووئيل د ياغيانو د خوښې په صورت کې به سعودي عرب او اتحاديان يې په يمن کې پينځه ورځې فضائي حملې ودروي ، د دې دپاره چې هلته د مرستو په طمع يو کروړ او ۶۰لاکه يمنيانو ته ضروري مرستې ورسول شي .

سعودي عرب او اتحاديان يې ادعا کوي ، چې شيعه حوثي ياغيانو ته د ايران ملاتړ حاصل دی چا چې د تېر کال ستمبر د مياشتې راهسې پلازمينه صنعا او د ملک نورې علاقې په ولقه کې اخستې دي ، خو ايران د دغو تورونو رد کوي .

راپورونه وايي د جنگ بندۍ په اعلان تراوسه پورې د ايران او حوثي ياغيانو لخوا کوم غبرگون مخې ته نه دی راغلی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG