لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد:دشخړو دهواري دباور وروستو دپښتونخوا قانون سازانو احتجاج ختم کړى


په احتجاج بوختو دپښتونخوا اسمبلۍ قانون سازان گيله کوله چې خيبرپښتونخوا صوبه دخپلو جائزو حقونو څخه محرومه ساتل کيږي.
په احتجاج بوختو دپښتونخوا اسمبلۍ قانون سازان گيله کوله چې خيبرپښتونخوا صوبه دخپلو جائزو حقونو څخه محرومه ساتل کيږي.

دلوډشيډنگ اؤ پاک چين اقتصادي لارې په ضد داحتجاج په غرض دخيبرپښتونخوا قانون سازان دپاکستان پلازمينې اسلام اباد کې دپارليمنټ هاؤس مخې ته ورټول شوي وؤ خو هغوي دغه احتجاج دوزيراعلي پرويز خټک اؤ دفاع دوزير خواجه اصف ترمينځ دليدنې څخه وروستو دخواجه اصف له لوري دهغوي صوبه کې دشخړو دهواري دباور ورکولو وروستو ختم کړى دى.

په احتجاج بوختو دپښتونخوا اسمبلۍ قانون سازان گيله کوله چې خيبرپښتونخوا صوبه دخپلو جائزو حقونو څخه محرومه ساتل کيږي.

دپارليمنټ هاؤس مخې ته دلوډشيډنگ په ضد داحتجاج لپاره دپاکستان تحريک انصاف سره دتعلق لرونکو سينيټرانو، اؤ پښتونخوا اسمبلۍ دغړو ترڅنگ خيبرپښتونخوا صوبه کې دنورو سياسي گوندونو عوامي نيشنل پارټۍ، قومي وطن پارټۍ،پاکستان پيپلز پارټۍ اؤ جماعت اسلامي مشرانو اؤ غړو هم په دغه احتجاج کې برخه اخستې.

دنهې په ورځ دخيبرپښتونخوا دحکومت داسمبلۍ غړو صوبه کې دلوډشيډنگ په ضد دخيبرپښتونخوا هاؤس څخه پارليمنټ هاؤس پورې مارچ کړى اؤ دپارليمان څخه يې بهر دهرنا ورکړې ده، په دغه موقع په شاهراه دستور سخت حفاظتي گامونه اخستل شوي وؤ.

ددفاع وزير خواجه اصف دخيبرپښتونخوا وزيراعلي سره ليدنه کړې اؤ هغه سره يې خيبرپښتونخوا صوبه کې دلوډشيډنگ اؤ پاک چين اقتصادي لارې په اړه ددغه صوبې دتحفظاتو په اړه خبرې اترې کړي دي.

دپارليمنټ هاؤس څخه بهر ميډيا سره خبرو کې دخيبرپښتونخوا وزيراعلي پرويز خټک وويل چې دواپډا په اړه په معاملو به يوه بله ليدنه دجمعې په ورځ ترسره کيږي.

هغه وويل وويل چې هغوي دمعاملو دهواري لپاره يوځايې کښيناستو ته ژمن دي.

پرويز خټک خيبرپښتونخوا کې دبجلۍ دکمي اؤ غلا ذمه واره واپډا ده اؤ تور يې ولگولو چې واپډا پخپله بجلي غلا کوي اؤ غلۀ هم په دغه اداره کې موجود دي.

دپاک چين اقتصادي لارې په اړه پرويز خټک وويل دغه لاره دکاشغر څخه گوادر پورې ده خو دهغوي داطلاعاتو ترمخه ياده شوې لار به يواځې دهزارې څخه تيريږي اؤ زياتره به په پنجاب صوبه کې وي.

دخيبرپښتونخوا وزيراعلي غوښتنه وکړه چې بايد دغه لاره دې دخيبرپښتونخوا صوبې اؤ په ځانگړې توگه دډيره اسماعيل خان څخه تيره کړل شي ځکه چې دغه لاره 600 کلو ميټره لنډه ده.

همدغه شان ددفاع وزير خواجه اصف دعوه وکړه چې بنيادي معاملې حل کړى شوي اؤ نورې ستونزې به هم روانه اوونۍ کې هوارې کړل شي اؤ وعده يې وکړه چې دخيبرپښتونخوا دبجلۍ ټولې ستونزې به هوارولى شي.

خواجه اصف وويل چې دبجلۍ اؤ هائيډل پاور معاملو دهواري لپاره به دجمعې په ورځ يوه ليدنه کيږي.

دجماعت اسلامي مشر سراج الحق هم وويل چې دخيبرپښتونخوا دوزيراعلي پرويز خټک په مشرۍ کې احتجاج يو جمهوري حق دى اؤ زياته يې کړه هغوي هيله مند دي چې دروژې دمياشتې څخه دمخه به خيبرپښتونخوا کې دبجلۍ لوډشيډنگ کې کمى راشي.

تيره مياشت هم دخيبرپښتونخوا وزيراعلي پرويز خټکدگوادر،کاشغر داقتصادي راهدارۍ په اصل لاره کې دبدلون په اړه مرکز ته سخت احتجاج کړى ؤ.

دخيبرپښتونخوا صوبې دوزيراعلي په قول دکومو ځائيونو څخه چې به دغه لاره تيريږي دې سره به داوؤ نه اتوؤ پورې نوي ښارونه ابادولى شي چرته چې به صنعتونه هم لگي اؤ ټولې اسانتياوې به هم ورکولى شي خو په دغه نوې لاره کې دخيبرپښتونخوا صوبې لپاره يو نوى ښار هم نشته حالانکې په ډيره اسماعيل خان کې نوى ښار ابادول پکار وؤ

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG