لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوئټه کې ددوؤ مسيحي جينکو په مخونو تيزاب شيندل شوي


 پوليس وائي چې يو تن ددوؤ جينکو په مخونو په سيرينج سره دغه تيزاب شيندلي دي.
پوليس وائي چې يو تن ددوؤ جينکو په مخونو په سيرينج سره دغه تيزاب شيندلي دي.

دپاکستان دبلوچستان صوبې سرښار کوئټه کې دجمعې په ورځ يو تن ددوؤ مسيحي جينکو په مخونو تيزاب شيندلي دي.

پوليس وائي چې يو تن ددوؤ جينکو په مخونو په سيرينج سره دغه تيزاب شيندلي دي.

ديادو شوؤ دواړو جينکو پيژندگلو درمشا مسيح اؤ حنا په نومونو سره شوې اؤ هغوي دعلاج لپاره بولان ميډيکل هسپتال ته رسول شوي دي.

د مسعود نوشيرواني په نوم يو ډاکټر په دغه اړه وئيلي دي دکومو جينکو په مخونو چې تيزاب شيندل شوي هغوي دبولان ميډيکل کالج ټيچنگ هسپتال دسوځيدو دپيښو دعلاج کولو په وارډ کې داخل کړل شوي دي.

هغه وئيلي دي چې دغه حمله کې درمشا مخ ديرش فيصده اؤ دحنا مخ پينځلس فيصده متاثره شوى دى.

دکوئټې دپوليسو مشر رزاق چيمه ترمخه درمشا عمر٢٧ کاله اؤ دحنا عمر ١٥ کاله دى اؤ زياته کړې يې ده چې داغيزمنو شوؤ جينکو کورنو دغه پيښه کې دبريوري روډ يو اوسيدنکى وجى مسيح تورن کړى دى،وجى مسيح وروستو نيول شوى دى.

راپورونه وائي چې تيرکال هم دبلوچستان مختلفو سيمو کې دتيزاب څخه دډک سيرنج په ذريعه حملې شوې وې.

کال ٢٠١١ کې دسرياب په کلي عالم سيمه کې نامعلومو ملزمانو ديو شخصي سکول په څلورو زنانه ؤ استاذانو په تيزابو سره حمله کړې وه.

دکال ٢٠١٠م داپريل په مياشت کې هم دڅارلسو څخه تر٢٠ؤ کلونو دعمل لرونکو په دريوؤ خويندو هاغه وخت دغه شان يوه حمله شوې کله چې هغوي دقلات ښار څخه پنداراني نومې کلي ته روانې وې.

په تيرو وختونو کې دبشري حقونو ډلو پاکستان کې ددغه رقم بريدونو غندنه کړې اؤ وئيلي يې دي چې دغه شان حملې اکثره دښځو په ضد ترسره کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG