لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چين : داورلگيدو پيښه کې ٣٨ کسان مړۀ شوي


هنيان صوبه کې دتحفظ دچارو دانتظاميې ديو بيان ترمخه داور لگيدو دغه پيښه په پنگ دنگشان ښار کې په يوه ودانۍ کې رامينځته شوې
هنيان صوبه کې دتحفظ دچارو دانتظاميې ديو بيان ترمخه داور لگيدو دغه پيښه په پنگ دنگشان ښار کې په يوه ودانۍ کې رامينځته شوې

دچين مينځنۍ صوبه کې دپوخ عمر اولسي وگړو لپاره په جوړ کړل شوي يو ريسټ هاؤس کې داور لگيدو پيښه کې ٣٨ کسان مړۀ شوي اؤ شپږ نور ژوبل شوي دي.

ددې خبرې پخلى دنهې په ورځ چيني چارواکو کړى دى.

هنيان صوبه کې دتحفظ دچارو دانتظاميې ديو بيان ترمخه داور لگيدو دغه پيښه په پنگ دنگشان ښار کې په يوه ودانۍ کې رامينځته شوې کومه چې به دشخصي ريسټ هاؤس په توگه استعماليده، دبيان ترمخه ژوبل شوؤ کې ددوؤ کسانو حالت سخت دى.

دچين دسرکاري خبري ادارې ژنهوا ترمخه امدادي کار دنهې تر سحره پورې روان دى اؤ داور لگيدو علت نۀ دى معلوم شوى.

دپوخ عمر دمخ په زياتيدونکې ابادۍ اؤ دهغوي دټولنيز تحفظ لپاره دناکافي فنډ له امله چين دپوخ عمر دخلکو دتحفظ اؤڅارنې په اړه فشار سره مخ دى.

کال ٢٠١٣م کې دچين شمال لويديزه صوبه هيولانگ جيانگ کې داور لگيدو په يوه پيښه کې ١٠ کسان مړۀ شوي وؤ، دفرورۍ مياشت کې گوانگ زو صوبه کې يو گودام کې داور لگيدو له امله ١٧ کسان مړۀ شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG