لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا:بلدياتي انتخاباتو څخه دمخه ٣٠ درايو اچولو مرکزونه زيات حساس گرځول شوي


دتحصيل اؤ ضلع کونسل دغړو انتخابات به په گونديز اؤ دکلي اؤ محلې دکونسل انتخابات به په غيرگونديز اساس ترسره کيږي.
دتحصيل اؤ ضلع کونسل دغړو انتخابات به په گونديز اؤ دکلي اؤ محلې دکونسل انتخابات به په غيرگونديز اساس ترسره کيږي.

دپاکستان خيبرپښتونخوا کښې په ٣٠مه مئ دترسره کيدونکو بلدياتي انتخاباتو لپاره تقريباً ديرش زره پولنگ سټيشنې زياتې حساسې گرځول شوي اؤ خواؤشا څلور زره درايو اچولو مرکزونه حساس گرځول شوي دي.

ددې خبرې اعلان دپاکستان دانتخاباتي کميشن له لوري په جاري کړل شوې يوه اعلاميه کې شوى دى.

خو داليکشن کميشن له لوري ددې خبرې تفصيل نۀ دى ورکړل شوى چې په زياتو حساسو اؤ حساسو گرځول شوؤ درايې اچولو مرکزونو کې به دامنيت په اړه څه رقم گامنونه اخستل کيږي.

دسيمه ييزو حکومتونو په اړه په چارو نظر ساتونکي تجزيه کار زاهد سليم وائس اف امريکا سره خبرو کې وئيلي دي چې دامنيت په اړه دانديښنو په نظر کې نيولو سره درايو اچولو مرکزونه حساس اؤ حساس گرځول کيږي.

هغه وئيلي اليکشن کميشن دا واک لري چې هغوي په درايې اچولو په دغو مرکزونو دامنيت دښه کولو په اړه دقانون نافذونکو ادارو خدمات ترلاسه کړي.

خيبرپښتونخوا کې به ترسره کيدونکو بلدياتي انتخاباتو کې دکلي اؤ محلې دکونسل اؤ تحصيل دکونسل لپاره دغړو انتخاب کولى شي دکومو شميره چې څلويښتو زرو څخه زياته ښودلى کيږي.

په هغوي کې دښځو، ځوانانو، مزدورانو، دهقانانو اؤ اقليتونو لپاره هم چوکۍ بيلې کړل شوي دي.

ددغو انتخاباتو لپاره خواؤشا 11,000 درايو اچولو مرکزونه جوړ کړل شوي دي.

دتحصيل اؤ ضلع کونسل دغړو انتخابات به په گونديز اؤ دکلي اؤ محلې دکونسل انتخابات به په غيرگونديز اساس ترسره کيږي.

خيبرپښتونخوا کې په ٣٠ مئ دترسره کيدونکو بلدياتي انتخاباتو څخه دمخه حکومت وائي چې سخت امنيتي تدابير يې نيولي اؤ دې لړ کې پيښور ښار کې ددفعه ١٤٤ لگيدلى دکوم لاندې چې دموټر سائيکل په غبرگې سورلۍ ، هوائي ډزو، دلاؤډسپيکر په استعمال، عوامي اجتماع گانو اؤ سياسي لاريونونو بنديز دى.

خو بل لوري ته په صوبه کې دواکمن گوند پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان پيښور کې ددفعه ١٤٤ باوجود اولسي جلسې ته وينا کړې ده اؤ دپيښور په تهماس سټيديم کې دسياسي قوت دمظاهرې په ضد تر دې مهاله کوم گام نۀ دى اخستل شوى.

عمران خان نۀ يواځې دا چې لاؤډسپيکر استعمال کړى بلکې سياسي جلسه کې يې برخه اخستې اؤ دهغه ددغه احجتماع دتحفظ لپاره په گڼ شمير کې پوليس هم موجود وؤ.

دپيښور ډي سي رياض محسود وئيلي دي چې دلاهورهائيکورټ عمران خان ته دسياسي لاريونونو اجازه ورکړې خو دا يې نۀ ده په ډاگه کړې چې ايا دعمران دغه اجتماع ښار کې دلگيدلې ١٤٤ دفعې خلاف ورزي ده که نه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG