لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چين دې دمصنوعي جزيرو جوړول اودروي،دامريکا ددفاع وزير


 کارټر هوائي کې دپرل هاربر دسفر په مهال وئيلي دي چې دچين په گډون ټول ايشيائي هيوادونه دې دجزيرو په شخړه پوځي تياري نۀ کوي اؤ دا دې په پرامنه طريقې سره هواره کړي.
کارټر هوائي کې دپرل هاربر دسفر په مهال وئيلي دي چې دچين په گډون ټول ايشيائي هيوادونه دې دجزيرو په شخړه پوځي تياري نۀ کوي اؤ دا دې په پرامنه طريقې سره هواره کړي.

دامريکا ددفاع وزير ايشټن کارټر غوښتنه کړې ده چې چين دې جنوبي بحيره کې دجزيرو جوړول په سمدستي توگه اودروي.

کارټر هوائي کې دپرل هاربر دسفر په مهال وئيلي دي چې دچين په گډون ټول ايشيائي هيوادونه دې دجزيرو په شخړه پوځي تياري نۀ کوي اؤ دا دې په پرامنه طريقې سره هواره کړي.

هغه وويل مونږ دټولو شخړو سمدستي اؤ اوږدمهاله هوارى غواړو اؤ زمونږ خواهش دى چې کوم دعويدار دځمکې ترلاسه کولو عمل اودروي، مونږ دې سيمه کې دنورو عسکري هلو ځلو هم مخالف يو.

دهغه وينا وه دچين گامونه دسيمې نور هيوادونه هم په نوي شکل کې راټولوي اؤ دهغوي دا غوښتنه يې په سيوا کيدو ده چې امريکا ايشياء اؤ دبحرالکاهل سيمه کې خپل کردار ادا کړي اؤ مونږ به دهغوي دا هيله پوره کوؤ، مونږ به راتلونکو څو لسيزو پورې دې سيمه کې مرکزي پوځي طاقت پاتې کيږو

جنوبي بحيره چين کې په داسې جزيرو چې ملائشيا، ويتنام اؤ دفلپا ئن په گډون پرې گڼ ايشيائي هيوادونه دملکيت دعوه کوي، چين دغلته مصنوعي جزيره جوړوي.

چين دخپل عسکري قوت سره په زيات شدت سره په دغو جزيرو دخپل ملکيت دعوه کوي.

تيره اوونۍ چين ددې جزيرو سره نزدې الوت کوونکو دامريکائي بحريې يو جهاز ته دسيمې دپريښودو خبردارى ورکړى ؤ،پينټاگون وئيلي وؤ چې جهاز په بين المللي اوبو کې الوت کولو اؤ ددغه ځايې څخه يې وتلو څخه انکار کړى ؤ.

له دې وړاندې دامريکا دبهرنو چارو وزير هم دچين ددورې په موقع وئيلي وؤ چې چين په کوم اړخ اؤ رفتار سره دجنوبي بحيره چين په سيمو خپله دعوه وړاندې کوي په هغې ورته انديښنه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG