لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قذافي سټيډيم سره نزدې چاؤدنه خودکش حمله وه،پرويز رشيد


 دغه چاؤدنه دجمعې په شپه ماسخوتن ٩ بجې لاهور کې په داسې وخت کې شوې وه چې دپاکستان اؤ زمبابوى دتيمونو ترمينځ ميچ روان ؤ.
دغه چاؤدنه دجمعې په شپه ماسخوتن ٩ بجې لاهور کې په داسې وخت کې شوې وه چې دپاکستان اؤ زمبابوى دتيمونو ترمينځ ميچ روان ؤ.

دپاکستان داطلاعاتو اؤ نشرياتو وفاقي وزير پرويز رشيد وئيلي دي چې تيره شپه چې دپنجاب صوبې په سرښار لاهور کې دقذافي سټيډيم سره نزدې کومه چاؤدنه کې ديو پوليس افسر په گډون دوه کسان وژل شوي وؤ، هغه يوه خودکش حمله وه.

دغه چاؤدنه دجمعې په شپه ماسخوتن ٩ بجې لاهور کې په داسې وخت کې شوې وه چې دپاکستان اؤ زمبابوى دتيمونو ترمينځ ميچ روان ؤ.

پرويز رشيد يو شخصي ټي وي چينل سره خبرو کې وئيلي دي چې په قذافي سټيډيم دحملې کوشش ديو پوليس دمړانې سره ناکام شوى، چاچې دکلمه چوک سره نزدې دحمله کوونکي دمخې نيولو دهڅې په مهال خپل ژوند بائيللى.

راپورونه وائي چې دقذافي سټيډيم څخه يواځې ديو کلو ميټر په فاصله کلمه چوک سره نزدې په رکشه کې ناست يو ځانمرگي ځان الوځولى ؤ چې له امله يې دپوليسو يو سب انسپکټر اؤ يو اولسي وگړى وژل شوي دي.

له دې وړاندې دلاهور دپوليسو مشر امين وئيلي وؤ چې په اټو رکشه کې نصب دگيس سلينډر چاؤديدلى، چاؤدنه کې ديو پوليس عسکر په گډون دوه کسان وژل شوي

چاؤدنه کې يو اولسي وگړى اؤ څلور پوليس ژوبل شوي هم وؤ، ژوبل کسان دعلاج لپاره يو نزدې هسپتال ته وړل شوي وؤ چرته چې سب انسپکټر اؤ يو اولسي وگړى مړۀ اعلان شول.

دچاؤدنې څخه سمدستي وروستو پاکستان کرکټ بورډ يو بيان جاري کړى ؤ چې پکې وئيل شوي وؤ دا دپاور ټرانسارمر چاؤدنه کومه چې دنقص له امله رامينځته شوې ده.

پوليسو دچاؤدنې وروستو ټوله سيمه پخپله ولقه کې اخستې وه اؤ دميډيا په گډون چاته سيمې ته دورتللو اجازه نۀ ورکول کيده.

مقامي ميډيا لمړى دقذافي سټيډيم سره نزدې دچاؤدنې خبر ورکړى ؤ، خو وروستو ددې دعوې مخې ته دراتللو څخه وروستو په دغه اړه نور معلومات نۀ وؤ ورکړل شوي چې دا چاؤدنه دبجلۍ دټرانسفار له امله شوې ده.

پرويز رشيد دميچ په مهال دميچ په مهال دپاکستان براډکاسټرز ايسوسي ايشن له لوري ددغه خبر په کوريج ستائينه اؤ وې وئيل چې دکرکټ په سټيډيم کې د20,000ؤ څخه زيات خلک موجود وؤ اؤ دويرې په نتيجه کې منډې ترړې جوړيدى شوې.

خو پوليسو ددې خبرې منلو څخه انکار کړى چې گنې دا يوه خودکش حمله وه.

دپاکستان دپنجاب صوبې حکومت دکوم ممکنه بدې پيښې مخنيوي لپاره دزمبابوى دپاکستان ددورې په مهال سخت امنيتي تدابير نيولي اؤ گن شمير کې عسکر يې هغوي ته دتحفظ ورکولو لپاره گمارلي دي.

په کال ٢٠٠٩م کې دسري لنکا په ټيم لاهور کې دحملې څخه وروستو دټيسټ ميچ لوبونکي کوم نړيوال دکرکټ ټيم پاکستان ته دامنيتي انديښنو له امله سفر نۀ ؤ کړى خو روانه مياشت کې دزمبابوى لخوا دپاکستان ددورې کولو څخه وروستو په دغه هيواد کې کرکټ بحال شوى دى.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG