لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مستونگ په پېښه بلوچستان کې ماتم، عملياتو کې اووه وسله وال وژل شوي


د بلوچستان وزيراعلي ډاکټر عبدالمالک بلوچ د خالي په ورځ په پېښه د درېو ورځو د ماتم اعلان کړی ؤ .
د بلوچستان وزيراعلي ډاکټر عبدالمالک بلوچ د خالي په ورځ په پېښه د درېو ورځو د ماتم اعلان کړی ؤ .

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د مستونگ په پېښه د حکومت لخوا د درېو ورځو د ماتم په اعلان نن د صوبې د مرکز کوئټې په گډون په زياتره برخو کې بازارونه تړلي پراته دي ، د دې ترڅنگ د پښتنو ملت پاله ډلو په گډون سياسي، مذهبي او د سوداگرو اتحاديو د دغه پېښې ضد احتجاجي لاريونه راويستي دي .

د جمعې او خالي په منځنۍ شپه کې د بلوچستان د پشين او چمن سيمو نه کراچۍ په لار د مسافرو ډک دوه بسونه د مستونگ سيمې په کهډکوچه علاقه کې نامعلومو وسله والو ودرولې او د ۲۵ نه زيات کسان يې ترې کوز کړي ، او د شناختي کارډونو کتلو پس يې پکې ۲۲ پښتانه مسافر په ډزو وژلي وو .

د بلوچستان وزيراعلي ډاکټر عبدالمالک بلوچ د خالي په ورځ په پېښه د درېو ورځو د ماتم اعلان کړی ؤ .

د مستونگ په پېښه کې د وژل شوؤ مړي په خپلو پلارنو سيمو پشين ، چمن او قلعه عبدالله کې د خالي په شپه د ناوختې پورې خاورو ته سپارل شوي دي .

پاکستان کې د بشري دحقونو کمېشن د مستونگ پېښه په سختو ټکو کې غندلې ، پېښه کې د ککړو خلکو د نيولو او لويې لارې (سړکونه) يې د دغه ډول ناوړه پېښو نه د خوندي کولو غوښتنه کړې ده .

په مستونگ کې د رامنځته شوې خونړۍ پېښې وروستو امنيتې ځواکونو په سيمه کې عمليات کړي ، او چارواکي ادعا کوي چې په دغه پېښه کې په مبينه توگه ککړ اووه وسله وال په عملياتو کې وژل شوي دي .

د خالي په ورځ د بلوچستان صوبې داخله وزير سرفراز بگټي خبريالانو ته په يوه مطبوعاتي غونډه کې ادعا کړې وه ، چې د جمعې په شپه د مستونگ د بريد وروستو په سيمه کې د ملېشې، پوليس او ليويز ځواکونو لخوا پېل شوؤ عملياتو کې په مبينه توگه پېښه کې ککړ اووه وسله وال وژل شوي دي .

نوموړي وئيلي د مستونگ پېښه کې د هند استخباراتي اداره "را" ککړه ده . هغه زياته کړې پېښه کې د ککړو خلکو مقصد دغه دی چې د پاکستان او چين ترمينځ د اقتصادي راهدارۍ منصوبه تباه کړي .

بل لور ته پښتانه ملت پاله ډلې دريز لري چې دغه پېښه په بلوچستان کې د پښتون او بلوچ قومونو د جنگولو هڅه ده .

راپورونه وايي د يونائيټډبلوچ ارمي په نوم لاقانونه گرځول شوې ډلې د پېښې زمه واري قبوله کړې ، او د دغه ډلې وياند مريدبلوچ وئيلي چې دغه پېښه په مستونگ او قلات سيمو کې د امنيتي ځواکونو لخوا د خلکو د وژنې په بدل کې شوې ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG