د پاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د امنيتي ځواکونو په ځمکنو عملياتو کې ۱۲ وسله وال جنگيالي وژل شوي ، او جنوبي وزيرستان کې يوه بمي چاؤدنه کې د پوليټيکل انتظاميي د چارواکي په گډون درې کسان وژل شوي دي .
نن د گل په ورځ د پوځ د مطبوعاتې څانگې ائي اېس پي ار لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ، چې امنيتي ځواکونو تېره شپه د شمالي وزيرستان په دته خېل سيمه کې ځمکني عمليات کړي او ۱۲ ترهگر يې پکې وژلي دي .
د ائي اېس پي ار ترمخه جنگيالو خپل مړي پرېښودي او تښتېدلي دي ، او امنيتي ځواکونو علاقه په گېره کې اخيستې او د لټون عمليات يې پېل کړي دي .
په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د پاکستان پوځ تېر کال د جون په مياشت کې د ضرب عضب په نوم عمليات پېل کړي ، او پوځ ادعا کوي چې تراوسه پورې ترسره شوؤ عملياتو کې دشمالي وزيرستان زياتره برخه د جنگيالو څخه پاکه کړی شوې ده .
بل لور ته نن سحر د جنوبي وزيرستان په وانا سيمه کې د سړک غاړې ښخ يو بم په چاؤدنه کې د پوليټيکل انتظاميې د چارواکي په گډون درې کسان وژل شوي دي .
د جنوبي وزيرستان پوليټيکل انتظامي مطبوعاتو ته وئيلي ، چې د پوليټيکل انتظاميي چارواکی فاروق خان د وانا بازار پله روان ؤ او چې رغزي روډ ته ورسېدو هلته پرې بمي چاؤدنه وشوه ، چې په نتيجه کې فاروق او هغه سره دوه ملگري ووژل شو .