لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چين : دکشتۍ دډوبيدو وروستو په سلگونو خلک ورک دي


 دسرکاري خبري ادارې ژنهوا ترمخه په دريائى يانگزى کې دغه جهاز کې ٤٥٠ کسان سپارۀ وؤ اؤ دگل په شپه دطوفان په غيږه کې دراتللو وروستو ډوب شو.
دسرکاري خبري ادارې ژنهوا ترمخه په دريائى يانگزى کې دغه جهاز کې ٤٥٠ کسان سپارۀ وؤ اؤ دگل په شپه دطوفان په غيږه کې دراتللو وروستو ډوب شو.

چين کې دمسافرو ديو سمندري جهاز دډوبيدو له امله دلسگونو مسافرو دمړينې انديښنه ښودلى شي.

دسرکاري خبري ادارې ژنهوا ترمخه په دريائى يانگزى کې دغه جهاز کې ٤٥٠ کسان سپارۀ وؤ اؤ دگل په شپه دطوفان په غيږه کې دراتللو وروستو ډوب شو.

دنهې تر سحر پورې يواځې ٢٠ کسان بچ کړل شوي اؤ يو مړى هم ترلاسه شوى، دسختو هواگانو اؤ باران په وجه امدادي کار هم اغيزمن کيږي.

باور کيږي چې اکثره مسافر په غرقه شوې کشتۍ کې دننه نښتي، دپيپلز ډيلي ورځپاڼې ترمخه دامدادي کارکوونکو له لوري دکشتۍ په لاندينۍ برخه کې دخلکو دنښتو اطلاعات ترلاسه شوي دي.

تر دې مهاله ددغه پيښې درامينځته کيدو علتونه نه دي په ډاگه شوي، دا جهاز دنانجنگ څخه چونگ کنگ سيمې ته روان ؤ چې دطوفان په غيږه کې راغلى.

دنهې په غرمه امدادي کارکوونکو داوبو څخه ٦٥ کلنه زنانه راويستې اؤ بچ کړې ده.

دچين وزيراعظم لي کيچيانگ دامدادي هلو ځلو څارنه کوي اؤ دنهې په سحر دامدادي ډلې ترڅنگ هاغه سيمې ته رسيدلى چرته چې دغرقې شوې کشتۍ لټه اؤ امدادي هلې ځلې روانې دي.

صدر شي جنگپنگ دمسافرو بچ کولو لپاره دهرممکنه گام اخستو غږ کړى، وئيل کيږي مسافرو کې داکثرو عمر د٥٠ؤ څخه تر ٨٠ؤ کلونو پورې دى.

دسرکاري ميډيا ترمخه ډوبه شوې کشتۍ دچونگ کنگ ايسټرن شپنگ کارپوريشن ملکيت دى اؤ وائي چې کشتۍ کې د٥٣٤ کسانو دوړلو گنجائش ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG