لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ښځو ته دووټ دحق په نۀ ورکولو دکوزدير حلقه کې انتخابات بيا دسره


 ښځو ته دووټون داستعمال په حق نۀ ورکولو اليکشن کميشن دکوز دير حلقه کې دترسره شوؤ ضمني انتخاباتو نوټس اخستى
ښځو ته دووټون داستعمال په حق نۀ ورکولو اليکشن کميشن دکوز دير حلقه کې دترسره شوؤ ضمني انتخاباتو نوټس اخستى

دپاکستان اليکشن کميشن دخيبرپښتونخوا دکوز دير په حلقه پي کى-٩٥ کې ښځو ته دووټونو داچولو دحق دنۀ ورکولو له امله نتيجې کالعدم گرځولي اؤ دغلته يې بيا دسره دانتخاباتو کولو حکم کړى دى.

دا لمړى ځل دى چې دپاکستان اليکشن کميشن په کومه حلقه کې ښځو ته دووټونو داچولو دحق دنۀ ورکولو په اساس دانتخاباتو نتيجې رد کړي اؤ بيا دسره يې دانتخاباتو ترسره کولو حکم کړى دى.

له دې وړاندې دپيښور هائيکورټ کې درخواست ورکوونکو تور لگولى ؤ چې دکوز دير په پي کى -٩٥ کې انتخاباتي اميدوارانو اؤ سيمه ييزو مشرانو ضمني انتخاباتو کې ښځې ووټونو اچولو ته دنۀ پريښودو په اړه زباني لوظنامه کړې ده.

په ٧مه مئ دصوبائي اسمبلۍ حلقې پي کى -٩٥ کوز دير ضمني انتخاباتو کې دجماعت اسلامي اؤ عوامي نيشنل پارټۍ دکانديدانو ترمينځ مقابله شوې وه.

دجماعت اسلامي دامير سراج الحق دسينيټر جوړيدو څخه وروستو په خالي شوې چوکۍ ضمني انتخاباتو کې دجماعت اسلامي کانديد اعزاز الملک بريالى شوى ؤ اؤ دعوامي نيشنل پارټۍ کانديد حاجي سردار بهادر په دوهم نمبر راغلى ؤ دغه حلقه کې د ٥٣ؤ زرو څخه زياتې ښځې دووټ دحق څخه محروم ساتل شوې وې.

ښځو ته دووټون داستعمال په حق نۀ ورکولو اليکشن کميشن دکوز دير حلقه کې دترسره شوؤ ضمني انتخاباتو نوټس اخستى اؤ دغلته يې بيا دسره دانتخاباتو کولو حکم کړى دى.

اليکشن کميشن په ډاگه کړې ده چې دښځو دووټ په حق بنديز لگول غيرائيني دي اؤ دا به جرم گڼلى شي.

دخيبرپښتونخوا دکوز دير په پي کى -٩٥ کې يو لک ٢٧ زره اؤ ٩٦ ووټران رجسټرډ دي چې پکې ٥٣ زره ښځې هم شامل دي.

دغه چوکۍ دجماعت اسلامي دامير سراج الحق دسينيټر جوړيدو څخه وروستو خالي شوې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG