لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چين : دسمندري جهاز ډوبيدو پيښه کې دمړو شمير400 ته رسيدلى


 امدادي کارکوونکو دريائے يانگز کې کې داوښتي سمندري جهاز څخه په گڼ شمير کې مړي راويستلي دي.
امدادي کارکوونکو دريائے يانگز کې کې داوښتي سمندري جهاز څخه په گڼ شمير کې مړي راويستلي دي.

چين کې دروانې اوونۍ په پيل کې دبحري جهاز دډوبيدو له امله دمړو شمير دخالي په ورځ ٤٠٠ؤ ته رسيدلى دى.

امدادي کارکوونکو دريائے يانگز کې کې داوښتي سمندري جهاز څخه په گڼ شمير کې مړي راويستلي دي.

دگل په ورځ دغه سمندري جهاز دطوفان په غيږه کې دراتللو څخه وروستو ډوب شوى ؤ اؤ پکې دعملې دغړو په گډون ٤٥٦ کسان سوارۀ وؤ چې دهغوي څخه يواځې ١٤ ژوندي راويستل شوي دي.

په بچ کړل شوؤ کسانو کې دجهاز کپتان اؤ يو انجنئير هم شامل دي چې دا مهال پوليسو نيولي دي.

دجمعې په ورځ کارروايۍ دشپې تر ناوخته پورې روانې وې اؤ په دغه مهال په لسگونو مړي ترلاسه شوي، وئيل کيږي چې په لويې شمير کې مسافر دجهاز مرکزي برخه کې نښتي وؤ.

دغه پيښه چين کې په تيرو خو لسيزو کې درامينځته شوؤ خونړو پيښو څخه يوه گرځولى شي.

نومبر کال ١٩٩٩ء کې په شانډونگ صوبه کې داور لگيدو څخه وروستو يوه کشتۍ ډوبه شوې وه چې پکې ٢٨٠ کسان وژل شوي وؤ.

له دې وړاندې په ١٩٤٨ء کې دشنگهائي سره نزدې ډوب شوي سمندري جهاز کې د٢٧٥٠ څخه تر ٤٠٠٠ؤ خلک مړۀ شوي وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG