لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترکي په پارليماني انتخاباتو کې ووټونه سر ته ورسیدل


د ترکي د انتخاباتو نتيجې به پرېکړه کوي چې ايا د ۱۲ کالو نه په واک کې پاتې شوې ډله به بيا په حکومت جوړ کړی شي يا نا .
د ترکي د انتخاباتو نتيجې به پرېکړه کوي چې ايا د ۱۲ کالو نه په واک کې پاتې شوې ډله به بيا په حکومت جوړ کړی شي يا نا .

ترکي کې د اتوار یا یکشنبې په ورځ پارليماني انتخاباتو کې ووټونه سر ته ورسیدل چې پکې د پينځه کروړه نه زياتو خلکو خپلې رائي څرگندونه وکړه. د ترکي انتخابات د صدر رجب طيب اردویان او د هغه د ډلې " ای کی پارټۍ" دپاره مهمه بلل کيږي .

د ترکي د انتخاباتو نتيجې به پرېکړه کوي چې ايا د ۱۲ کالو نه په واک کې پاتې شوې ډله به بيا په حکومت جوړ کړی شي يا نا .

د ترکي د سرکاري ميډيا ترمخه د ملک په ۸۱ صوبو کې د پارليمان د ۵۵۰ چوکو دپاره د ۲۰ سياسي ډلو نه علاوه ازاد کانديدان هم په انتخاباتو کې برخه اخلي . د رايو اچولو دپاره ځايي وخت سحر د اته ؤ بجو نه تر ماښام پينځه بجو پورې ټاکل شوی دی .

د رايې عامه ترمخه د صدر رجب طيب اردگان ای کی پارټي به ۴۴ فيصده رايي ترلاسه کړي او پرله پسې به په څلورم ځل حکومت جوړ کړي ، ولې په ائين کې د بدلون دپاره هغه ته لږ ترلږه ۳۳۰ گټل پکار دي .

د ترکي د ائين ترمخه په پارليمان کې د استازيتوب دپاره هرې ډلې ته په پوره ملک کې په اچول شوؤ ووټونو کې ۱۰ فيصده اخيستل پکار دي ، گنې په بل صورت کې به د هغې ډلې گټلي چوکۍ په نورو ډلو ويشلی شي .

د ترکي په انتخاباتو کې کُردش پارټي (اېچ ډي پي) هم برخه اخلي ، او د راپورونه ترمخه دغه ډله هيله لري چې هغه به ۱۰ فيصده ووټونه واخلي ، او که چرته اېچ ډي پي ۱۰ فيصده ووټونه اخلي نو رجب طيب اردگان او ډله يې په سياسي گټو ترلاسه کولو کې د ستونزو سره مخ کېدی شي .

په ترکې کې انتخابات په داسې مهال کيږي چې دوه ورځې وړاندې د دغه هېواد په جنوب ختيز سيمه کې د کردش پارټۍ په يوه انتخابي ريلۍ کې شوؤ بمي چاؤدنو کې څلور کسان وژل شوي وو .

کردش پارټۍ د چاؤدنو وروستو د رجب اردگان په ضد مظاهرې کړې وې .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG