دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان په سرښار کوئټه کې وسله والو کسانو دپوليسو په يو گاډي ډزې کړي اؤ څلور پوليس عسکر يې وژلي دي.
دپوليسو ترمخه دکوئټې په پښتون اباد سيمه کې دزيارت په ورځ نامعلومو وسله والو دپوليسو په گاډي ډزې وکړې چې په نتيجه کې يې دوه پوليس عسکر په موقع وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي، ژوبل عسکر دعلاج لپاره روغتون ته ورسول شول چرته چې هغوي هم ساه ورکړه.
ايس ايس پي اپريشنز کوئټه اعتزاز گورايه ددغه پيښې په اړه ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي تندلارو په ګزمه دبوخت پوليسو په ګاډي ډزې وکړې چې پکې څلور پوليس عسکر ووژل شول.
هغه وئيلي دي حمله کوونکي په موټر سائيکلو ناست وؤ اؤ دبريد څخه وروستو تيښته کې بريالي شوي دي.
دپوليسو وينا ده چې په وژل شوؤ کې درې سپاهيان اؤ يو اسسټنټ سب انسپکټر شامل دي، بريدکوونکي تيښته کې بريالي شوي اؤ دپيښې وروستو سيمې ته په گڼ شمير کې عسکر رسيدلي دي.
ددې پيښې پړه تر دې دمه چا په غاړه نۀ ده اخستې.
څو ورځې دمخه هم په ياده شوې سيمه کې ديو بريد په مهال څلور پوليس عسکر وژل شوي وؤ، دکوم څخه وروستو چې امنيتي ځواکونو سيمه کې دلټونې عمليات ترسره کړي وؤ اؤ گڼ شمير شکمن کسان يې نيولي وؤ.
دپاکستان بلوچستان صوبه دتيرې يوې لسيزې څخه دزياتې مودې راهسې دتاؤتريخوالي سره مخ ده، دفرقه وارانه تشدد اؤ بلوڅ بيلتون خوښو دبريدونو ښکاره بلوچستان صوبه درقبې په لحاظ سره دپاکستان تر ټولو لويه صوبه ده.
دوه اوونۍ دمخه جنگيالو دکوئټې څخه کراچۍ ته په دوؤ بسونو کې روان پښتانۀ مسافر په مستونگ سيمه کې اودرولي وؤ اؤ دهغوي دشناختي کارډونو دچيک کولو څخه وروستو يې ٢٢مسافر په ډزو سره وژلي وؤ.
ددغه پيښې څخه وروستو دوزيراعظم نواز شريف په مشرۍ کوئټه کې دامن وامان دصورتحال په اړه ټول گونديز کانفرنس هم شوى ؤ اؤ دمرکزي حکومت له لوري دبلوچستان حکومت ته باور ورکړل شوى ؤ چې دامن په ټينگښت کې به ورسره مرسته کوي.
خو دټول گونديز کانفرنس دترسره کيدو څخه راپديخوا هم دبلوچستان بيلا بيلو سيمو کې دتشدد لړۍ روانه ده چې پکې گڼ شمير خلک وژل شوي دي.