دپاکستان دخارجه دفتر وياند قاضي خليل الله وئيلي دي پاکستان دافغانستان دښمنان خپل دښمنان گڼي اؤ چاته به ددغه هيواد په ضد دخپلې خاورې دکارول کيدو اجازه ورنۀ کړي.
پاکستاني چارواکو که هر څو په بيلا بيلو موقعو دافغان امن عمل کې دملاتړ اؤ اسانتيا ورکولو ژمنې کړي اؤ دافغانستان دښمن يې خپل دښمن گرځولى خو پاکستان سره داړيکو په اړه دافغان حکومت رويه کې بدلون وروستو له هغې وليدل شو چې تيره اوونۍ دافغانستان صدر اشرف غني ديو خط له لارې اسلام اباد څخه غوښتنه وکړه چې نور دې دافغان طالبانو ملاتړ پريږدي اؤ وروستو يې دافغانستان په جنوبي ولايت هلمند کې يوې غونډې ته وويل چې طالبان خو د کور خلک دي بايد هغوئ سره له سولې وړاندې پاکستان سره د سولې خبرې وکړل شي.
افغان صدر اشرف غني په پاکستان دغه نيوکې په داسې حال کې کړي افغانستان کې دتيرکال اخره کې دامريکا په مشرۍ د١٣ کلنې جگړې پاې ته درسيدو څخه وروستو سږکال افغان حکومت دبهرنو ځواکونو دفضائي ملاتړ څخه پرته دسلامتۍ دچيلنجونو سره مخ دى اؤ دطالبانو له لوري دسپرلي دروايتي جگړې داعلانيدو څخه وروستو دافغانستان په بيلا بيلو سيمو کې دتشدد پيښو کې اضافه راغلې ده چې پکې په لسگونو عسکر اؤ اولسي وگړي وژل شوي دي.
دجمعې په ورځ اسلام اباد کې ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال قاضي خليل الله وويل چې پاکستان افغانستان سره دوستانه اړيکې لري اؤ هيله يې څرگنده کړه چې په راتلونکي کې به دغه اړيکې نوره هم وده ومومي.
دخارجه دفتر وياند دا هم وويل چې پاکستان اؤ افغانستان په دې خبره اتفاق کړى چې چاته به ديو بل په ضد دخپلې خاورې دکارول کيدو اجازه نۀ ورکوي.
دپاکستان اؤ افغانستان دخفيه ادارو ترمينځ دترهه گرۍ په ضد دتړون په اړه هم کابل کې داشرف غني په حکومت نيوکې کيږي.
افغان قانون سازان اؤ ميډيا دپاکستان اؤ افغانستان دخفيه اجينسو ترمينځ دترهه گرۍ په ضد دمرستې په اړه ددغه تړون داجازې ورکولو له امله په صدر اشرف غني په داسې حال کې سختې نيوکې کوي چې دطالبانو لخوا سږکال دسپرلي دروايتي جگړې څخه وروستو په ټول افغانستان کې دترهه گرۍ اؤ تشدد پيښو کې سخته اضافه راغلې چې پکې په لسگونو خلک وژل شوي دي اؤ له دې امله په اشرف غني پاکستان سره داړيکو دښه کولو دهڅو پسر فشار سيوا شوى دى.
ځينې مبصرين وائي چې دصدر اشرف غني لخوا دپاکستان خفيه ادارې ائي ايس ائي سره ددغه تړون مقصد په اصل کې دطالبانو دمذاکراتو ميز ته دراوستو لپاره دپاکستان په رويه کې نرمي پيدا دي.
اسلام اباد کې ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال ديوې پوښتنې په ځواب کې قاضي خليل الله خپل هيواد کې بنديانو ته دمرگ په سزا روانې نيوکې رد کړې اؤ وې وئيل دا دپاکستان کورنۍ معامله ده کومه چې دنړيوال قانون په دائره کې هم راځي.
تيره ورځ اروپائي اتحاديې پاکستان کې بنديانو ته دمرگ په سزا ورکولو انديښنه څرگنده کړې وه اؤ غوښتنه يې کړې وه چې دمرگ په سزا دې عمل درامد اودرول شي.
داروپائي اتحاديې وياند کيتهرين رى يو بيان کې وئيلي وؤ اروپائي منډايانو پورې درسد دتجارتي مراعاتو ترلاسه کولو لپاره ضروري ده چې پاکستان دبين المللي تړونونو پابندي وکړي.
تيرکال ددسمبر په ١٦مه نيټه پيښور کې دطالبانو لخوا په سکول دحملې څخه وروستو د١٥٠ؤ کسانو دوژل کيدو وروستو دپاکستان وزيراعظم نواز شريف دمرگ په سزا عمل درامد بحال کړى ؤ اؤ تر دې مهاله دغه هيواد کې خواؤشا ١٥٠ کسان تيزندي کړى شوي دي.
دخارجه دفتر وياند وويل چې پاکستان يو امن خوښى هيواد دى خو دخپلو گټو دتحفظ باوري کولو لپاره به هر گام اخلي.
قاضي خليل الله وويل پاکستان دخطرې په مقابله پوهيږي اؤ په مناسب انداز کې دځواب ورکولو توان هم لري.