امريکا پوليسو هاغه ملزم نيولى چې دجنوبي کيرولا ئنا په يو چرچ کې پرې دشورو په شپه په ډزو سره د٩ؤ کسانو دوژلو شک دى.
دوفاقي پلټنيزې ادارې( ايف بي ائي) ترمخه پيښه کې ٢١ کلن سپين پوستى ځوان ډيلن اسټارم روف ککړ ؤ، څوک چې دجنوبي کيرولا ئنا دليگزنکټن سيمې اوسيدونکى دى.
دپوليسو ترمخه دغه ځوان دزيارت په سحر دشمالي کيرولا ئنا دشيلبي سيمې څخه نيول شوى.
دامريکا دانصاف محکمې اعلان کړى ددې خبرې معلومولو لپاره پلټنې کوي چې چې ملزم په چرچ بريد دنفرت په اساس کړى که نه؟
دبريد ښکار شوى چرچ ايمانوئل افريقن ميتهوډسټ چرچ دجنوبي کيرولا ئنا ښار چارلسټن کې موقعيت لري اؤ شمير يې دجنوبي امريکا دتورپوستو وگړو په تاريخي اؤ مشهورو چرچونو کې کيږي.
دچارلسټن دپوليسو مشر گريگوري مولن وينا ده چې چرچ کې دشورو په شپه داووۀ نيز عبادت دستوره روانه وه چې په دغه مهال يو سپين پوستي دچرچ په مرکزي هال کې ډزې پيل کړې.
هغه وويل د٨ؤ کسانو مړي چرچ کې دننه موندل شوي اؤ يو ژوبل تن هسپتال ته درسول کيدو وروستو ساه ورکړې ده، پيښه کې يو تن ژوبل شوى هم دى چې هسپتال کې يې علاج روان دى.
دهغه په قول دا يوه دکرکې ډکه کارروائي وه.
دډزو په نتيجه کې وژل شوؤ کې درې ښځې اؤ درې سړي شامل دي.
دډزو له امله گڼ شمير خلک ژوبل شوي هم دي چې دښار په هسپتالونو کې يې علاج روان دى، دسيمه ييزې ميډيا ترمخه پيښه کې دچرچ پادري کليمنټا پنکنى هم وژل شوى څوک چې دډيموکريټ گوند مشر اؤ دجنوبي کيرولا ئنا رياست دسينيټ غړى ؤ.
دپوليسو مشر مولن وويل ملزم چرچ ته درسيدو څخه وروستو تر يوې گينټې ددعا دستوره کې دشريکو کسانو سره ناست ؤ اؤ بيا يې خودکاره وسله راوويسته اؤ ډزې يې پيل کړې.
دپوليسو دمشر ترمخه دايف بي ائي په گډون څو وفاقي پلټنيزې ادارې، دانصاف محکمې اؤ دامريکائي اټارني جنرل دفتر هم پلټنو کې سيمه ييزو پوليسو سره مرسته کوي.
صدر براک اوباما ددغه پيښې غندنه کړې اؤ وئيلي يې دي چې هغه اؤ ميرمن مشيل يې دچرچ دپادري په گډون دگڼو غړو سره اشنا وؤ اؤ په دغه پيښه ورته سخت تکليف رسيدلى. امريکائي صدر دغه پيښه دبې حسۍ مثال گرځولى.