لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ائي ايس ائي دبريد پسر امريکائي وگړي ته د٧ؤ کلونو دبند سزا اورول شوې


٥١ کلن رياض قادر خان منلې وه چې هغه دمالديپ وگړي علي جليل ته دخواؤشا ٢٤٥٠ ډالرو دليږلو انتظام کړى ؤ.
٥١ کلن رياض قادر خان منلې وه چې هغه دمالديپ وگړي علي جليل ته دخواؤشا ٢٤٥٠ ډالرو دليږلو انتظام کړى ؤ.

امريکائي محکمې دجمعې په ورځ هاغه امريکائي وگړي ته داوؤ کلونو څخه دزيات بند سزا اورولې چې لاهور کې يې دپاکستان دخفيه ادارې ائي ايس ائي په هيډکوارټرز ځانمرگي بريد کوونکي ته پيسې ورکړې وې.

له دې وړاندې پورټ لينډ اوريگون کې ميشته امريکائي وگړى رياض قادر خان يو امريکائي عدالت کې ترهه گرو ته دمالي مرستو ورکولو مجرم گرځول شوى ؤ.

دجمعې په ورځ داورول شوې سزا په موقع رياض څه نۀ دي وئيلي خو فرورۍ کې هغه وئيلي وؤ پوهيدو چې جليل په ممکنه توگه تشدد لپاره پاکستان ته روان دى خو داصل منصوبې په اړه هغه ته علم نۀ ؤ.

پاکستاني نژاده رياض خان د١٩٩٨ء راهسې امريکا کې اوسيږي، هغه په مارچ ٢٠١٣م کې نيول شوى ؤ.

٥١ کلن رياض قادر خان منلې وه چې هغه دمالديپ وگړي علي جليل ته دخواؤشا ٢٤٥٠ ډالرو دليږلو انتظام کړى ؤ.

علي جليل لاهور کې په ٢٧مه مئ کال ٢٠٠٩م کې دپاکستان په لاهور ښار کې دخفيه ادارې ائي ايس ائي په دفتر خودکش حمله کړې وه اؤ هغه په دغه بريد کې دشاملو دريوؤ ځانمرگيانو څخه يو ؤ، دغه بريد کې ٣٠ کسان وژل شوي اؤ د٣٠٠ؤ نه زيات ژوبل شوي وؤ.

رياض قادر خان دا هم منلې چې هغه بمي بريد کې دجليل دوژل کيدو وروستو دهغه ميرمنو ته مشوره اؤ مالي مرسته ورکړې وه.

داستغاثې وينا ده ملزم ته معلومه وه چې ددغه مرستې په نتيجه کې به دجليل دميرمنو اؤ دغه بريد کې دمرسته کوونکو نورو کسانو نيولو کې خنډ پيدا کيږي.

دفرد جرم ترمخه ددغه بريد منصوبه بندي دسمبر کال ٢٠٠٥م کې پيل شوې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG