لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامن مذاکراتو په ناکاميدو دسعودي جنگي جهازونو عدن کې حملې کړي


 خبري ادارې اى ايف پي ديوې پوځي سرچينې له خَُلې وئيلي دي چې دعدن شمالي، ختيز اؤ لويديز لوري ته ١٥ فضائي بريدونه ترسره شوي دي.
خبري ادارې اى ايف پي ديوې پوځي سرچينې له خَُلې وئيلي دي چې دعدن شمالي، ختيز اؤ لويديز لوري ته ١٥ فضائي بريدونه ترسره شوي دي.

جنيوا کې دامن خبرو اترو دبې نتيجې ختميدو څخه څو ساعته وروستو دسعودي عرب په مشرۍ جنگي جهازونو دخالي په سحر ديمن په عدن ښار کې دحوثي شيعه ياغيانو په ضد حملې کړي دي.

خبري ادارې اى ايف پي ديوې پوځي سرچينې له خَُلې وئيلي دي چې دعدن شمالي، ختيز اؤ لويديز لوري ته ١٥ فضائي بريدونه ترسره شوي دي.

دغه سرچينې وئيلي دي چې دفضائي بريدونو مقصد په عدن کې دحوثي ياغيانو څخه گيره تنگول اؤ دمشهورو مزاحمتي کميټو مرسته کول دي

دعدن په نزدې سيمو کې ياغيانو په گڼو ځائيونو گوله باري کړې اؤ څلور کسان يې وژلي ، ددغه شميرې پخلى دهسپتال چارواکو کړى دى.

دغه فضائي بريدونه څو ساعته وروستو له هغې ترسره شوي چې ديمن لپاره دملگرو ملتونو ځانگړي استازي اسماعيل اولد شيخ دجمعې په ورځ جنيوا کې اعلان وکړو چې په جگړه دبوختو خواؤ ترمينځ خبرې اترې پرته له کوم اتفاق څخه ختمې شوي دي.

دجلا وطن صدر منصور هادي خارجه وزير رياض ياسين عبدالله وئيلي دي مذاکراتو کې کوم پرمختگ نۀ دى شوى، دهغه وينا وه که هر څو دائنده لپاره نيټه هم نۀ ده ټاکل شوې خو اوس هم دنورو خبرو اترو گنجائش شته.

دحوثيانو دهيئت مشر حمزه الوحوثي وئيلي دي هغوي دا نۀ وائي چې دجنيوا کانفرنس ناکام شوى بلکې دا يو مهم گام ؤ.

تيرکال دستمبر په مياشت کې حوثي ياغيانو ديمن په پلازمينه صنعاء قبضه کړې وه چې له دې وروستو په دغه هيواد کې دخانه جنگۍ پشان صورتحال پيدا شوى.

صدر منصور هادي سعودي عرب کې ميشته دى اؤ سعودي عرب دخپلو ائتلافيانو سره سږکال دمارچ دمياشتې څخه يمن کې دحوثي ياغيانو په ضد فضائي بريدونه ترسره کوي.

دملگرو ملتونو ترمخه دې جگړه کې تر دې مهاله د١٠٠٠ؤ څخه زيات اولسي وگړي وژل شوي اؤ دلسو لکو څخه زيات بې کوره شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG