لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سيودي چلډرن څخه بنديز پورته کړل شوى نۀ دى،چوهدري نثار


 ميډيا سره خبرو کې چوهدري نثار وئيلي دي چې که چرې کوم نړيوال غيردولتي تنظيم داجازت نامې څخه پرته په دغو سيمو کې کار وکړي نو په ضد به يې گامونه اخستل کيږي.
ميډيا سره خبرو کې چوهدري نثار وئيلي دي چې که چرې کوم نړيوال غيردولتي تنظيم داجازت نامې څخه پرته په دغو سيمو کې کار وکړي نو په ضد به يې گامونه اخستل کيږي.

دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان دگل په ورځ وئيلي دي پاکستان کې کارکوونکي غير دولتي تنظيمونه دامنيت په اړه حساسو سيمو کې دکار کولو څخه منعې کړى شوي دي ، په دغو سيمو کې دوفاق تر انتظام لاندې قبائيلي سيمې اؤ گلگت بلتستان هم شامل دي.

ميډيا سره خبرو کې چوهدري نثار وئيلي دي چې که چرې کوم نړيوال غيردولتي تنظيم داجازت نامې څخه پرته په دغو سيمو کې کار وکړي نو په ضد به يې گامونه اخستل کيږي.

دکورنو چارو وزير وويل چې غيردولتي نړيوال تنظيمونه به اوس به داکنامک ډويژن پځايې دکورنو چارو دوزارت لاندې کار کوي.

دماشومانو دخيرښيگړې لپاره دکارکوونکې غيردولتي ډلې سيو دي چلډرن په اړه چوهدري نثار وويل چې هغه کله هم دغه تنظيم ته ملک دښمنه نۀ دى وئيلى اؤ زياته يې کړه چې تر دې مهاله په دغه ډله دبنديز پريکړه بيرته نۀ ده اخستل شوې.

هغه وويل چې دسيو دي چلډرن چارواکو سره دحکومت خبرې شوي دي خو تر دې مهاله ددغه ډلې په اسلام اباد کې موقعيت لرونکى دفتر تړلى دى.

هغه وويل هيواد کې کارکوونکي مقامي اؤ غيرملکي اين جي او گانې داسې دخيرښيگړې کارونه کوي چې حکومت ورته لاس رسى نۀ لري چې له دې امله يې حکومت دغه کار ته دقدر په سترگه گوري اؤ ستائينه يې کوي.

هغه وويل داين جي او گانو ددفترونو شمير دهاغې څخه سيوا دى څومره چې ورته اجازه ورکړل شوې اؤ ځينې دفترونه يې په هاغو ځائيونو کې هم جوړ دي چرته چې ورته دکار کولو واک نۀ دى ترلاسه.

هغه وويل ددغسې اين جي او گانو ٧٣ دفتر موجودې دي خو پکې اوس يواځې ١٣ؤ ته دکار اجازه وي.

سيو دي چيلډرن له دې وړاندې وئيلي وؤ چې پاکستان کې د تيرو ٣٥ کلونو راهسې خدمات ترسره کوي او په موجوده وخت کې څوک غير ملکي کارکونکی نه لري.

دسيو دي چيلډرن غير ملکي کارکونکې څو کاله وړاندې پس له هغې پاکستان نه ووتل کله چې د حکومت يو استخباراتي ادارې رپورټ د ادارې تعلق د ډاکټر شکيل افريدي سره ښودلی دى، د هغه په هکله ويل کيدل چې سي ايي ای د القاعده د وژل شوي مشر اسامه بن لادن لټون کې بهرتي کړی ؤ.

چوهدري نثار وويل هيواد کې د٤٠ؤ فيصدو څخه زياتې اين جي او گانې درج نۀ دي اؤ دقانون په دائره کې دهغوي راوستل يو گران کار دى.

دهغه وينا وه چې دطارق فاطمي په مشرۍ کې جوړې شوې کميټۍ خپل راپور وړاندې کړى اؤ ددې لاندې به اوس داين جي او گانو دمعاملو څارنه اوس داکنامک افئير ډويژن نۀ کوي بلکې دوزيراعظم له لوري دشوې فيصله ترمخه به اوس داين جي او گانو چارو ته داخله وزارت گوري.

هغه وويل چې داين جي او گانو په اړه دقانون سازۍ په تجويز هم غور روان دى.

دکورنو چارو وزير وويل چې داين جي او گانو په جامه کې دهغه په قول دملکي گټو اؤ اقدارو په ضد کارکوونکو ډلو ته به دکار اجازه نۀ ورکول کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG