لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش دتيونس دبريد پړه په غاړه اخستې


دداعش له لوري جاري شوي بيان کې ددغه بريد مسؤليت په غاړه اخستل شوى اؤ وئيل شوي دي چې دابو يحيي القيراواني په نوم يو وسله وال تن ، څوک چې دداعش په قول دهغوي دخلافت سپاهي ؤ دغه بريد ترسره کړى دى.
دداعش له لوري جاري شوي بيان کې ددغه بريد مسؤليت په غاړه اخستل شوى اؤ وئيل شوي دي چې دابو يحيي القيراواني په نوم يو وسله وال تن ، څوک چې دداعش په قول دهغوي دخلافت سپاهي ؤ دغه بريد ترسره کړى دى.

دشمالي افريقا هيواد تيونس دسيلگرۍ دساحلي مقام سوسه په دوؤ هوټلونو دهاغه ترهه گريز بريد پړه تندروه ډلې داعش په غاړه اخستې چې پکې لږ ترلږه ٣٩ کسان وژل شوي دي.

دداعش له لوري جاري شوي بيان کې ددغه بريد مسؤليت په غاړه اخستل شوى اؤ وئيل شوي دي چې دابو يحيي القيراواني په نوم يو وسله وال تن ، څوک چې دداعش په قول دهغوي دخلافت سپاهي ؤ دغه بريد ترسره کړى دى.

خبري ادارې اى ايف پي دتيونس دوزيراعظم حبيب اسد له خُلې وئيلي دي چې دجمعې په ورځ دتيونس په دسيلگرۍ په ساحلي مقام دايمپيريئل مرحبا هوټل مخې ته ترسره شوي بريد کې ٣٨ کسان وژل شوي اؤ دروغتيا محکمې هم د٣٨ؤ کسانو اؤ يو بريدکوونکي دوژل کيدو پخلى کړى دى.

چارواکي وائي په دغه بريد کې لږ ترلږه ٣٦ کسان ژوبل شوي هم دي.

دمقامي ميډيا ترمخه دوهم بريدکوونکى نيول شوى خو دازادو سرچينو څخه ددغه اطلاع پخلى نۀ دى شوى.

په وژل شوؤ کسانو کې دبرطانيې ترڅنگ دجرمني، بلغاريه اؤ فرانس وگړي هم شامل دي.

دبرطانيې دبهرنو چارو وزير فلپ هيلمنډ لمړى لږ ترلږه دپينځوؤ برطانوي وگړو دوژل کيدو پخلى کړى ؤ خو انديښنه څرگندولى شي چې دمړو شمير ددې څخه هم سيوا دى،دائرلينډ حکومت هم دخپلې يوې زنانه وگړې دوژل کيدو پخلى کړى دى.

بل لوري ته دتيونس حکومت دسوسه دسيلگرۍ په ساحلي مقام دبريد څخه وروستو تشدد ته دراپارونکو خواؤشا ٨٠ؤ جوماتونو دتړلو پريکړه کړې ده.

وزيراعظم حبيب اسد وئيلي دي کوم جوماتونه چې دحکومتي کنټرول څخه بهر دي هغوي هيواد کېزهر خوروي اؤ دداخله وزارت له لارې به يوه اوونۍ کې وتړلى شي.

په کومه ورځ چې تيونس کې بريد ترسره شوى هم په دغه ورځ دکويت په يو جومات کې هم دجمعې دنمونځ په مهال دداعش له لوري ترسره شوي يو ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه ١٣ کسان وژل شوي اؤ ٢٥ نور ژوبل شوي وؤ.

امنيتي چارواکو پخلى کړى چې دغه بريد ځانمرگي حمله وه اؤ دعيني شاهدانو وينا ده چې ځانمرگي دنمونځ په مهال جومات ته وردننه شو اؤ په ځان پسې تړلي چاؤديدونکي مواد يې والوزول.

کويت کې دشيعه مسلمانانو جومات کې ترسره شوى دغه لمړى ځانمرگي بريد ؤ اؤ دجنورۍ کال ٢٠٠٦م راهسې په دغه هيواد کې دترهه گرۍ دا لمړۍ پيښه وه.

مينځني ختيز کې فعاله تندروه ډلې داعش ددغه پړه هم په غاړه اخستې ده.

ځان صوبه نجد گرځونکي سعودي عرب کې دداعش سره دتړلې ډلې وينا ده چې دابو سليمان ال مواحد جنگيالو په جومات بريد کړى اؤ دعوه يې کړې چې دغه جومات سُني مسلمانانو کې دشيعه مسلمانانو تعليمات عام کول.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG