لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې وسله غورځونکو لپاره دعامې بخښنې اعلان


ليفټننټ جنرل ناصر خان جنجوعه خبردارى ورکړو چې دبلوچستان امن تالا ترغه کوونکي به زغمي نۀ اؤ چاته به دا اجازه ورنۀ کړي چې ددغه صوبې خوشحالي وتروړي.
ليفټننټ جنرل ناصر خان جنجوعه خبردارى ورکړو چې دبلوچستان امن تالا ترغه کوونکي به زغمي نۀ اؤ چاته به دا اجازه ورنۀ کړي چې ددغه صوبې خوشحالي وتروړي.

پاکستان په ناقراره صوبه بلوچستان کې پوځ اؤ حکومت دهيواد په ضد په وسله وال مقاومت په بوختو ځوانانو غږ کړى چې دپيسو په مقابل کې دې وسله په ځمکه وغورځوي ځکه چې دهغوي په قول جگړه کې دهيچا گټه نشته.

کوئټه کې دکرکټ ديو ټورنامنټ پرانستې دستورې ته په وينا کې کمانډر سدرن کمانډ ليفټننټ جنرل ناصر خان جنجوعه وئيلي دي چې غرونو ته ختلي کسان دې بيرته راکوز شي ځکه چې جگړه کې گټه نشته اؤ وسله غورځونکو ته به دپينځوؤ څخه د ١٥ؤ لکو روپو پيکج ورکولى شي.

پوځي مشر وويل ځوانانو ته معلوميږي چې هغوي (دجگړې لوري ته) مائلولى شي اؤ زياته يې کړه چې دبلوچستان اولس امن ته اوليت ورکړى دى.

ليفټننټ جنرل ناصر خان جنجوعه خبردارى ورکړو چې دبلوچستان امن تالا ترغه کوونکي به زغمي نۀ اؤ چاته به دا اجازه ورنۀ کړي چې ددغه صوبې خوشحالي وتروړي.

بل لوري ته دبلوچستان اپيکس کميټۍ هم بلوچستان کې په وسله وال مقاومت دبوختو هاغو ځوانانو لپاره دعامې بخښنې اعلان کړى په ځمکه دوسلو غورځولو ته تيار دي ، خو ددې ترڅنگ يې دوسله نۀ غورځونکو په ضد دسختو گامونو پريکړه هم کړې ده.

ددغه کميټۍ مشري دبلوچستان وزيراعلي عبدالمالک بلوچ کړې اؤ په نورو گډون والو کې يې دسدرن کمانډ کمانډر ليفټننټ جنرل ناصر خان جنجوعه، صوبائي داخله وزير مير سرفراز بگټي اؤ نور چارواکي شامل وؤ.

کميټۍ وئيلي دي چې وفاقي اؤ صوبائي حکومتونه دې درياست په ضد دوسله وال مقاومت څخه دلاس اخستونکو دبحالۍ لپاره کار وکړي.

دپاکستان حکومت اؤ پوځ په وسله وال مقاومت بوختو کسانو ته دوسلو غورځولو اؤ دهغوي لپاره دعامې بخښنې دغه اعلان په داسې حال کې کړى چې دتيرو څو مياشتو راهسې دبلوچستان سرښار کوئټې، مستونگ اؤ نورو سيمو کې بريدونو کې اضافه راغلې ده.

دپاکستان بلوچستان صوبه دتيرې يوې لسيزې څخه دزياتې مودې راهسې دتاؤتريخوالي سره مخ ده، دفرقه وارانه تشدد اؤ بلوڅ بيلتون خوښو دبريدونو ښکاره بلوچستان صوبه درقبې په لحاظ سره دپاکستان تر ټولو لويه صوبه ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG