لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبراو شمالي وزيرستان کې ۲۳ وسله وال وژل شوي


د پوځي بيان ترمخه په عملياتو کې د بهرنو جنگيالو په گډون ټول ۲۳ وسله وال وژل شوي دي .
د پوځي بيان ترمخه په عملياتو کې د بهرنو جنگيالو په گډون ټول ۲۳ وسله وال وژل شوي دي .

د پاکستان په قبائيلي سيمو خېبرايجنسۍ او شمالي وزيرستان کې د پوځ لخوا په ترسره شوؤ فضائي عملياتو کې ۲۳ وسله وال وژل شوي دي .

د پوځ د مطبوعاتي څانگې ائي اېس پي ار لخوا په جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ، چې د اتوار په ورځ پوځ د خيبرايجنسۍ او شمالي وزيرستان د افغانستان سره پولې ته نزدې علاقو کې فضائي عمليات کړي دي .

د پوځي بيان ترمخه په عملياتو کې د بهرنو جنگيالو په گډون ټول ۲۳ وسله وال وژل شوي دي .

پوځ ادعا کړې چې په عملياتو کې په خېبرايجسنۍ کې د جنگيالو په غټه کچه د وسلې ذخيرې هم تباه کړی شوي دي .

د امنيتي سرچينو ترمخه شمالي وزيرستان کې د فضائي حملو به نتيجه کې ۱۰ جنگيالي وژل شوي او درې ځالې يې تباه کړی شوي دي .

د پاکستان پوځ يو کال وړاندې په شمالي وزيرستان کې د وسله والو جنگيالو په ضد د ضرب عضب په نوم پوځي عمليات پېل کړي او د دغو عملياتو په يو کال پوره کېدو پوځ وئيلي چې تر دمه يې ۲۷۶۳ جنگيالي وژلي دي . او وسله والو ته په غټه کچه د زيان اړولو سره د هغويې نه زياتره علاقه پاکه کړی شوې ده .

شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب وروستو پوځ په خېبرايجنسۍ کې هم د وسله والو په ضد عمليات پېل کړي ؤ ، چې تراوسه دوام لري . او په پوځ په دغه سيمه کې هم د کاميابو ترلاسه کولو ادعاوې کوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG