لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان جنگيالو داعش سره تماس نيولى


راپورونه وائي دافغان طالبانو څخه بيلې شوې يوې ډلې دخودسره تندروه ډلې داعش دمشر ابوبکر البغدادي سره دليدنې لپاره يو هيئت ليږلى
راپورونه وائي دافغان طالبانو څخه بيلې شوې يوې ډلې دخودسره تندروه ډلې داعش دمشر ابوبکر البغدادي سره دليدنې لپاره يو هيئت ليږلى

افغانستان کې دافغان پوځ په تربيه بوخت يو سينئر امريکائي پوځي کمانډر جنرل شان سوئنډل وئيلي دي چې افغانستان کې دولت اسلاميه سره تړلي افغان جنگيالي شام کې ددغه تندروه ډلې مشرانو سره تماس کې دي.

دجنرال سوئنډل په وينا تندروه ډله داعش افغانستان کې هاغه هومره سخته نۀ ده لکه څنگه چې ليبيا يا عراق کې ده.

راپورونه وائي دافغان طالبانو څخه بيلې شوې يوې ډلې دخودسره تندروه ډلې داعش دمشر ابوبکر البغدادي سره دليدنې لپاره يو هيئت ليږلى اؤ ورته يې باور ورکړى چې هغوي افغانستان کې دداعش دهلو ځلو مخالف نۀ دي.

دفدائي محاذ يا دافغانستان داسلامي تحريک مشران به بغدادي يا نورو مشرانو سره څو ورځې وروستو له هغې ليدنه کوي چې طالبانو دداعش مشرانو ته خبردارى ورکړو چې دافغانستان څخه لرې ووسيږي ځکه چې دهغوي دراپورته کيدو سره به دافغان طالبانو په قول دبهرنو ځواکونو په ضد په مقاومت بوخت جنگيالي وويشل شي.

دفدائي محاذ وياند قاري حمزه دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼې ايکسپريس ټربيون ته وئيلي دي ابوبکر البغدادي سره دليدلو لپاره مونږ يو درې کسيز هيئت ليږلى اؤ ورته مو باور ورکړى چې دهغه خلک افغانستان کې جگړه دوامداره ساتلى شي

قاري حمزه وويل چې هغوي به دداعش مشر ته په ډاگه وائي که چرې افغانستان کې خپلې کارروايۍ دوامداره ساتي نو هيڅ غلط فهمي به نۀ وي.

دفدائي محاذ مشري دطالبانو يو سينئر کمانډر مولوي نجيب چې په عمر خطاب شهرت لري کوي، هغه دطالبانو عسکري کمانډر ملا دادالله اخوند ته نزدې پاتې شوى ، څوک چې په کال ٢٠٠٧م کې بهرنو اؤ افغان عسکرو وژلى ؤ، اخوند عمر خطاب دځانمرگيانو دبهرتۍ مشر ټاکلى ؤ.

دغه ډله وروستو له هغې مخې ته راغلې وه چې طالبانو په کال ٢٠١٣م کې دامن خبرو اترو لپاره قطر کې دسياسي دفتر دپرانستو منصوبه بندي وکړه.

افغان طالبان افغانستان کې مينځني ختيز کې دفعاله ډلې داعش په راپورته کيدو خوښ نۀ دي خو دهغوي څخه بيل شوي ځينې مشران داعش ډله کې شامل شوي اؤ انديښنه ده چې نور طالب مشران هم په دغه تندروه ډله کې شامل شي.

په نزدې اوونو کې دطالبانو اؤ داعش پلوي جنگيالو دافغانستان په ننگرهار ولايت کې يو بل سره نښتې هم کړي اؤ دراپورونو ترمخه په ننگرهار ولايت کې داتوار په ورځ ترسره شوؤ تازه نښتو کې لږ ترلږه ١٢ کسان وژل شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG